ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): په پکتيا کې د استادانو، ليکولانو، اديبانو او نورو فرهنګيانو له خوا د "وياړلې څېرې" تر نامه لاندې علمي سيمينار جوړ شو.
په ګردېز کې د هېواد په کچه د وياړلې څېرې په نوم يو ورځنی علمي سيمينار تېره شپه ترسره شو چې د لوګر د والي په ګډون په کې د بلخ، کندوز، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، خوست او پکـتيا ګڼو علمي څېرو، د پوهنتون استادانو، ليکوالانو، اديبانو او ژورنالېساتو برخه اخيستې وه.
ياد سيمينار د سمون کلتوري ټولنې، پکـتيا پرېس کلب او مدار بنسټ له خوا جوړ شوی و او د هېواد د درېيو علمي شخصيتونو، مرحوم غلام محمد زرملوال، د بلخ پوهنتون استاد پوهنمل دوکتور عبدالغني برزين مهر او خدايي خدمتګار او ژورنالېست بازمحمد عابد هڅې او فعاليتونه يې وستايل.
د سمون ټولنې مشر سميع الله پيوند وويل چې دوی په خپل دوه کلن عملي سفر کې ډېر علمي او فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي او هر کال د وياړلې څېرې په نوم علمي سيمينارونو کې نوميالي نمانځي.
پيوند وايي: ((تر اوسه مو دوولس ټوکه بېلابېل کتابونه چاپ کړي او هم د ناوړه دودونو او ځينې ټولنيزو ستونزو د له منځه وړلو لپاره مو ګڼ فعاليتونه ترسره کړي دي.))
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدالرحمن قادري د يادو بنسټونو ستاينه وکړه چې مهمې علمي غونډې رابللې او زياته يې کړه چې دغه ډول ناستې د قومونو او ولايتونو ترمنځ اړيکې لاپسې پياوړې کوي.
قادري وويل: ((دا ډېر عالي کار دی، دا موږ ته ډېر څه راکولی شي، نن په پکتيا کې د بلخ يو کادر ستايل کيږي، يانې نور د شمال او جنوب او ورته نورې کرغېړنې خبرې له منځه ولاړې او بيخي يو وجود شو، موږ بايد د هغو خلکو قدر وکړو، چې خپل ارزښتناک وخت يې په علمي لاسته راوړنو تېر کړی دى.))
د لوګر والي محمدحليم فدايي د تکړه تاريخ ليکوال زرملوال پر ژوند او اثارو وغږېد او ويې ويل چې نوموړی پر هېواد مين او خواخوږی ليکوال و او د ژوند تر پايه يې د هېواد سولې او سوکالۍ ارمان وپاله.
فدايي وايي: ((زه له زرملوال صېب سره ډېر وخت پاتې شوی يم، دی ډېر حليم، زړه سواند او پر وطن مين سړی و او افغانان ډېر زيات پرې ګران وو؛ په ليکوالي کې ډېر زيات امين او دقيق و، د يوه کتاب د يوې برخې د نقل قول ليکلو لپاره يې اووه ځله له لندنه تر کابل او پېښوره سفرونه کړي.))
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس محمدشفا مشفق ياده غونډه ډېره ارزښتناکه او د ژبې د پايښت لپاره مهمه ياده کړه او د ورته علمي غونډو پر زياتېدو يې ټينګار وکړ.
مشفق د بازمحمد عابد پر ژوند او فعاليتونو خبرې وکړې او ويې ويل چې عابد ډېر عمر د بېوزلو په لاسنيوي کې تېر کړی او لا هم د خير، ښېګڼې ټولنيز فعاليتونه ترسره کوي.
د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسد دانش د استاد مهر ژوند، فعاليتونه او خاطرې يادې کړې او زياته يې کړه چې ښاغلي مهر د افغانانو يووالي او د قومونو ترمنځ نږديوالي ته ډېر کار کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن