ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل د” ميرزاولنګ ” په سقوط کې لسګونه ولسي کسان وژل شوي

د سرپل د” ميرزاولنګ ” په سقوط کې لسګونه ولسي کسان وژل شوي

author avatar
6 Aug 2017 - 19:28
د سرپل د” ميرزاولنګ ” په سقوط کې لسګونه ولسي کسان وژل شوي
author avatar
6 Aug 2017 - 19:28

 سرپل(پژواک،١٥زمرى٩٦): په هغو نښتو کې چې د طالبانو له خوا د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ د "ميرزاولنګ" سيمې د نيول کېدو لامل شوې، لسګونو ولسي کسان وژل شوي او يوشمېر بېځايه شوي دي.

 ياده شوې سيمه چې پخوا د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو په ولکه کې وه، د زمري په ١٣مه شپه له سختې جګړې وروسته د دولت وسله والو مخالفينو ونيوله.

 سيمه ييزې سرچينې وايي چې د "ميرزا ولنګ" سيمې ځينې برخې د وسله والو طالبانو او ځينې يې د داعش ډلې په کنټرول کې ورغلې دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دغو نښتو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون  کابو څلوېښت کسان وژل شوي او په لسګونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

 هغه په ياد شوې جګړه کې د ولسي او دولتي ځواکونو د ټپي کېدو په اړه معلومات ورنه کړل، ويې ويل چې تر اوسه پورې يې د ځاني او مالي زيانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل، په دغو نښتو کې ٦٧ ولسي کسان وژل شوي .

هغه هم په دې اړه نور جزييات نه درلودل.

 والي دغه راز زياته کړه چې په دې نښتو کې  اووه دولتي سرتېري او لس د دولت وسله وال مخالفين هم وژل شوي او ١٢ تپيان دي.

په ورته وخت کې نن د دغه ولايت د ولايتي شورا يوشمېر غړي او مدني فعالان د يوې غونډې په ترڅ کې د صياد امنيتي ستونزو ته د دولتي چارواکو د پام اړولو غوښتوونکي شول.

د سرپل د ولايتي شورا رييس محمدنور رحماني وويل، د ميرزاولنګ ستراتيژيک ارزښت ته په پام سره، که حکومت د دې سيمې د بېرته نيولو لپاره جدي پام ونه کړي، لومړى د صياد ولسوالي او ورپسې به د سرپل ولايت مرکز د وسله والو مخالفينو له خوا ونيول شي.

 د ميرزاولنګ بېځايه شوې کورنۍ په بد وضعيت کې دي.

د بېځايه شوو کورنيو يوې غړې، حميدې چې اوس د سرپل په مرکز توغني سيمه کې له خپلې کورنۍ سره د دوستانو په کور کې ژوند کوي وويل، د ميرزاولنګ ډېر شمېر کورنۍ بېځايه شوې او د ولايت مرکز ته راغلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.