ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي: قطر د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

سعودي: قطر د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

author avatar
7 Aug 2017 - 16:08
سعودي: قطر د طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي
author avatar
7 Aug 2017 - 16:08

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦):  په کابل کې د سعودي سفارت وايي چې قطر د طالبانو تر څنګ يو شمېر ترهګرې ډلې  ساتلې، بلخوا سرچينې وايي چې قطر له افغانستانه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د سعودي سفارت مرستيال او شارزدافير مشاري مزغل الحربي د زمري په  ١٦مه په کابل کې له سرې مياشتې سره د مرستې پر مهال خبريالانو ته وويل چې قطر له تېرو څو کلونو راهيسې خلک د سعودي پر ضد تحريکول.

هغه زياته کړې: (( له همدې امله  عربستان او د سيمې نورو  هېوادونو د خپل امنيت خوندي کولو په موخه  د ترهګرۍ پر ضد پرېکنده دريځ خپل کړ.))

الحربي د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې چې سعودي داسې اسناد په لاس کې لري چې قطر له ترهګرو ډلو او افغان طالبانو څخه ملاتړ کوي، وويل: ((د قطر حکومت د يو شمېر ترهګرو ډلو مشران په خپله غېږه کې ساتلي دي او په افغانستان کې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.))

د سعودي مرستيال سفير په قطر کې د طالبانو له دفتر سره کلک مخالفت وکړ او ويې ويل چې دا له طالبانو سره د مرستې يوه سرچينه ده چې د دغه دفتر له لارې له نورو سره اړيکې نيسي، مرستې او ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه، سعودي يو له هغو هېوادونو دى چې له داعش او القاعدې څخه ډېر زيانمن شوى؛ ځکه يې له خپلو نورو متحدو هېوادونو سره په ګډه  د داعش او القاعدې پر ضد د قوي مبارزې پرېکړه کړې ده.

الحربي په ډاګه کړه، دوى د افغانستان له مشروع حکومت سره همکار دي او هر هغه بريد چې د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد کېږي، دوى يې غندي.

په کابل کې د سعودي سفارت مرستيال او شارزدافير پرون له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د سياسي فضا له چوکاټه بهر دی.

هغه زياته کړې: ((سعودي عربستان طالبانو ته اوسمهال د حکومت ضد يوې مخالفې او ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او همدا اوس د سعودي عربستان رسمي دريځ دی.))

په کابل کې د سعودي د سفارت د شارزدافير د څرګندونو په غبرګون کې طالبانو په يوه خبرپاڼه کې راغلي، د خپلې واکمنۍ پر مهال دوى له سعودي سره ښې اړيکې درلودې او سعودي يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو حکومت يې پر رسميت پېژندلى  و.

طالبانو زياته کړې: ((د تاريخ په دې حساس دور کې زموږ هيله دا ده چې سعودي عربستان به د افغانستان د مسئلې په حل او د اشغال په ختمولو کې مثبت رول ولوبوي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر يوازې د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره دی او د مشرتابه له خوا مامور شوی چې دا په خپله د سوله ييز حل لپاره د دوى ژمنتيا څرګندوي.

د يادونې ده، تېره مياشت د سعودي په ګډون څلورو عربي هېوادونو پر قطر تور پورې کړ چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او له دغه هېواد سره يې هر ډول اړيکې پرې کړې.

د افغانستان د حکومت يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د قطر غير مقيم سفير سقر بن مبارک المنصوري کابل ته د سفر پر مهال د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره ليدلي وو.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د قطر سفير له افغانستان څخه غوښتي چې له عربستان سره په شخړه کې يې له دريځ څخه ملاتړ وکړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې افغان لوري د قطر د دې غوښتنې د منلو په صورت کې له قطر څخه د طالبانو د دفتر د تحرکاتو او فعاليتونو د مخنيوي، په دغه هېواد کې د طالبانو د مالي سرچينو وچولو او د پګواش موسسې د فعاليتونو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

پګواش يوه نړيواله کاناډايي موسسه ده چې په يو شمېر هېوادونو کې د شخړو د هواري لپاره کار کوي، خو افغان لورى شک لري چې دغه موسسه د طالبانو په ملاتړ فعاليت کوي او هغوى ته يو دول مشروعيت ورکوي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له يادو معلوماتو ناخبري ښيي. د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني پژواک ته وويل چې د قطر د غير مقيم سفير د ليدنې په اړه چې کوم معلومات په خبرپاڼه کې خپاره شوي، همدومره وو.

د  بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ليدنې پر مهال صلاح الدين رباني په تېرو ١٦ کلونو کې د قطر له مرستې او ملاتړ څخه مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو  اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار کړى دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د قطر غير مقيم سفير سقر بن مبارک، د کابل پر وروستيو پېښو خواشيني څرګنده کړه او د تسليت مراتب يې وړاندې کړل.

سرچينې ويلي چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغانستان، سيمې او نړۍ پر سياسي، اقتصادي او امنيتي  موضوعاتو خبرې وکړې.

رباني په دې ليدنه کې په ټينګار سره ويلي چې افغانستان په سيمه، خليج او ټولې اسلامي نړۍ کې د هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې د ستونزو د هواري لپاره ترسره کېږي.

د سياسي چارو کارپوه جاوېد غفور وايي چې افغانستان بايد په سيمه ييزه او نړيواله کچه له هېوادونو سره په اړيکو کې خپلې ملي ګټې په پام کې ونيسي.

هغه د سعودي عربـستان د مرستيال سفير د څرګندونو په غبرګون کې پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د طالبانو د اسلاميت او انسانيت ضد فعاليتونه ټول په ډاګه شوي دي؛ ځکه اوس د سعودي په څېر هېوادونه يې هم کلک مخالفت کوي او ترهګره ډله ورته وايي.

د سياسي چارو بل کارپوه محمد حسن حقيار چې په قطر کې يې د  پګواش په غونډو کې برخه اخيستې، مني چې قطر پګواش ته د نورو غونډو اجازه نه ده ورکړې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پګواش مشر په دې وروستيو کې له قطر څخه  د افغان سولې په اړه د کوربه توب او مالي ملاتړ غوښتنه کړې وه خو د قطر له خوا انکار شوى و.

حقيار هم  قطر د طالبانو پر ملاتړ تورنوي او وايي چې د طالبانو د سياسي دفتر پر ځاى د قطر حکومت د هغوى لپاره کمپاين او لابي کوله.

د یادونې ده، ولسمشر اشرف غني د روان زېږديز کال د فبرورۍ په ١٩مه په جرمني کې د نړيوال امنيتي کنفرانس پر مهال د قطر د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره د ليدنې پر مهال د طالبانو د دفتر د تړلو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر زياته کړې، که چېرې طالبان مثبت چلند غوره نه کړي، تاوتريخوالی جاري وساتي، بايد د قطر دفتر د تړلو په ګډون پر دوی بنديزونه هم پلي شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.