ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګراميو کې د کډوالو لپاره د کورونو جوړېدو بهير پيل شو

په بګراميو کې د کډوالو لپاره د کورونو جوړېدو بهير پيل شو

author avatar
7 Aug 2017 - 20:55
په بګراميو کې د کډوالو لپاره د کورونو جوړېدو بهير پيل شو
author avatar
7 Aug 2017 - 20:55

کابل (پژواک،١٦زمرى٩٦): د کابل د بګراميو ولسوالۍ په مموزي ښارګوټي کې د لسګونو کډوالو او بېځايه شويو کورنيو لپاره د اپارتمانونو د جوړېدو بهير پيل شو.

د دغو کورونو د جوړېدو پروګرام چې د پلازمېنې زون د پراختيا د خپلواکې ادارې له خوا ترسره کېږي، نن په رسمي توګه پيل شو.

د پلازمېنې زون د خپلواکې ادارې مشر الهام عمرهوتکي وويل چې د حکومت د پروګرام له مخې، د بګراميو ولسوالۍ په مموزي ښارګوټي کې زر اپارتمانونه جوړېږي.

د هغه په وينا، په لومړي پړاو کې شپږ دوه پوړيزه بلاکونه چې هر يو يې ١٦ کورونه لري، په پام کې نيول شوي او دغه اپارتمانونه به تر درې راتلونکو مياشتو پورې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هوتک وويل چې مستحقو کسانو ته د دغو کورونو له ور سپارلو وروسته، د پاتې نورو کورونو د جوړېدو بهير هم ترسره کېږي، څو د زرو کډوالو او بېځايه شويو کورنيو لپاره د استوګنې زمينه برابره شي.

د پلازمېنې زون د پراختيا د خپلواکې ادارې مشر څرګنده کړه چې د دغو کورونو د جوړېدو لپاره د کډوالو او بېځايه شويو کورنيو له کاري ځواکه کار اخيستل کېږي او په دې توګه دغو کسانو ته د کار زمينه هم برابرېږي.

الهام عمر زياته کړه چې پر دې هر يوه اپارتمان پنځه زره ډالر لګښت راځي او خاوندان يې مکلف دي چې لګښت يې د لسو کالو په اوږدو کې د قسط په ډول ورکړي.

د بګراميو ولسوالۍ د کډوالو د شورا مشر توريالي رجب زاده وويل چې د شاوخوا زرو کونيو لپاره دغه اپارتمانونه د هغو زرو افغان کډوالو کورنيو لپاره جوړېږي چې په ١٣٨٢ کال کې له ګاونډيو هېوادونو څخه را ستانه شوي وو.

د هغه په وينا، د دغو اپارتمانونو ځمکه د کډوالۍ د کارتونو او د بېځايه شويو د نوملړ په پام کې نيولو سره د کډوالو چارو وزارت له خوا ورکړل شوې ده او خاوندان يې بايد د جوړولو لګښت په قسطي ډول ادا کړي.

رجب زاده د حکومت له دې اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: "١٤کاله در په در ګرځېدو چې يو څوک زموږ غږ واوري او زموږ سره د دې سيمې په رغولو کې مرسته وکړي؛ خو زموږ غږ هېچا وانه ورېد."

د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې د مشر د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې هېواد ته د راستانه شويو کډوالو او کورنيو بېځايه شويو  لپاره د کابل ښار د اوومې ناحيې اړوند په کوه کرخ سيمه، د بګراميو ولسوالۍ په ګوسفند درې سيمه او د پروان ولايت د باريک اب ښارګوټو کې د استوګنې ١٠زره نور اپارتمانونه هم جوړ شي.

هوتکي وويل چې اوسمهال د باريک اب په ښارګوټي کې د دغو اپارتمانونو د کار يوه برخه روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.