فراه ، چاريکار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): د فراه ولايت د مرکز اړوند په "رج" کلي د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، بلخوا په پروان کې هم د واده په مراسمو کې اته کسان ټپیان شوي دي.
د وژل شوي ماشوم ماما عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شاوخوا لسو کلونو عمر لرونکو دغو ماشومانو څاروي د څرولو لپاره بيولي وو خو کله چې بېرته کور ته ور روان وو، يوه يې په لار کې پرته د راکټ مرمۍ را خیستې وه.
دى وايي، تېر ماښام کله چې یاد ماشوم دغه مرمۍ بېرته غورځوي، چاودنه يې پرې کړې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ټپي شوي ماشومان د يوې کورنۍ اړوند دي او له هغوى څخه د يوه لاس پرې شوى دى.
ده وويل چې بل ماشوم لږ ټپي دى او دا مهال دواړه د فراه په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دى وايي، نه پوهېږي چې د راکټ ياده مرمۍ به په دې سيمه کې له کومه شوې وي.
د رج په سيمه کې د دولتي ځواکونو پوستې دي او کله، کله د دولت وسله وال مخالفين پرې بريدونه کوي.
هڅه مو وکړه چې د پېښې په اړه له ولايتي چارواکو او د ټپيانو د روغتيايي وضعيت په اړه د ملکي روغتون له ډاکترانو سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د يوه بل خبر له مخې، په پروان کې د يوه واده پرمهال اته ماشومان ټپيان شوي دي.
د پروان د بګرام ولسوالۍ ځايي چارواکو پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دا پېښه پرون غرمه ١٢ بجې د بګرام په جان قدم کلي کې رامنځته شوې ده.
د بګرام د لوسوال عبدالشکور قدوسي په خبره، دغه وسله واله نښته د واده د دوو ګډونوالو ترمنځ د ډوډۍ د وېش پرمهال له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
قدوسي زياته کړه چې په دې پېښه کې د زوم د ورور او اشپز په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن