د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سرپل والي: ميرزاولنګ کې تر ١٥٠ کورنۍ له وسله والو سره برمته دي

د سرپل والي: ميرزاولنګ کې تر ١٥٠ کورنۍ له وسله والو سره برمته دي

Aug 08, 2017 - 20:41

سرپل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): نجيبه هغه يوولس کلنه نجلۍ چې د تېرې شنبې ورځ يې د خپلې مور او پلار قتل په خپلو سترګو ليدلى، وايي چې يو درې کلن ماشوم ورور يې ټپي دى او د دوو نورو وروڼو له مرګ نه ده خبره.

د سرپل د صياد ولسوالۍ د ميرزاولنګ نومې سيمه، د زمري مياشتې په ١٣ مه د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو ترمنځ له سختې نښتې وروسته وسله والو مخالفينو ونيوله.

د ولايتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په دغې جګړه کې شاوخوا ٤٥ ملکيان، اووه امنيتي سرتېري او لس وسله وال مخالفين وژل شوي او دغه راز ډېر شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د يوولس کلنې نجيبې کورنۍ د هغو کورنيو له جملې ده چې په ياده جګړه کې قرباني شوې ده.

هغه اوسمهال د سرپل په ولايتي روغتون کې د هغه ورور ساتنه کوي، چې په دغه جګړه کې ټپي شوى دى.

نجيبه وايي، له خپلې کورنۍ سره د ميرزاولنګ د نورو کورنيو په څېر د جګړې له ډاره د تېښتې په حال کې وه، چې لومړى يې پر درې کلن ورور چې د مور په غېږ کې يې و، مرمۍ ولګېده چې له هغه وروسته يې د يادې مرمۍ له امله مور هم ژوند له لاسه ورکړ.

هغې وويل، پلار يې روغتون ته د ورور او مور د لېږدولو لپاره د موټره په هڅه کې و، چې دغه مهال هغه هم ولګېد او ژوند يې له لاسه ورکړ.

نجيبه وايي، د سيمې خلکو نوموړې او د هغې ورور روغتون ته راوړي دي.

ياده ماشومه نجلۍ وايي، اوس يې هم د ميرزاولنګ په سيمه کې دوه وروڼه پاتې دي او اوس اندېښنه لري، چې دغه دوه وروڼه هم له لاسه ورنه کړي.

د سرپل د ولايتي روغتون مشر ډاکټر رستم رجبي وايي، د نجيبې د ورور په ګډون د ميرزاولنګ سيمې اته ټپيان په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې دي او دغه راز روغتون ته د يوه سرتېري او درې ملکيانو په ګډون څلور مړي هم راوړل شوي دي.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي، په ميرزاولنګ کې وسله والو مخالفينو ملکيان وژلي، خو طالبان بيا دا خبره ردوي.

د والي په وينا، اوس هم د ميرزاولنګ په ځينو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ ځاى-ځاى جګړه روانه ده، چې وسله والو مخالفينو پرون شپه پر صياد ولسوالۍ له څو لوريو بريدونه پيل کړي، چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د هغه په وينا، د ميرزاولنګ په سيمه کې شاوخوا ١٥٠ کورنۍ د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي، چې حکومت تر اوسه پورې په ياده سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات نه دي پيل کړي.

د هغه په وينا، اوسمهال د ملکيانو د ژغورنې په موخه د قومي مشرانو د منځګړيتوب خبرې روانې دي.

د ميرزاولنګ درې اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، په ياده سيمه کې کابو زر کورنۍ ژوند کوي.

د ياد ولايت چارواکي وايي، د دغې سيمې ډېرى کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې، چې کره شمېر يې نه دى معلوم. دوى وايي، له دې جملې زياتره يې د سرپل مرکز او نورو سيمو ته کډه شوې دي.

دوى وايي، نن له شاوخوا ٢٩٧ بېځايه شوو کورنيو سره د سرپل په مرکز کې درې-درې زره افغانۍ مرسته وشوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دغه يو شمېر بېځايه شوې کورنۍ د خپلوانو په کورونو او يو شمېر نورې يې  په جوماتونو کې شپې سبا کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement