د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه او پروان کې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه او پروان کې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Aug 08, 2017 - 12:39

فراه ، چاريکار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): د فراه ولايت د مرکز اړوند په "رج" کلي د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپيان دي، بلخوا په پروان کې هم د واده په مراسمو کې اته کسان ټپیان شوي دي.

د وژل شوي ماشوم ماما عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شاوخوا لسو کلونو عمر لرونکو دغو ماشومانو څاروي د څرولو لپاره بيولي وو خو کله چې بېرته کور ته ور روان وو، يوه يې په لار کې پرته د راکټ مرمۍ را خیستې وه.

دى وايي،  تېر ماښام کله چې یاد ماشوم دغه مرمۍ بېرته غورځوي، چاودنه يې پرې کړې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې ټپي شوي ماشومان د يوې کورنۍ اړوند دي او له هغوى څخه د يوه لاس پرې شوى دى.

ده وويل چې بل ماشوم لږ ټپي دى او دا مهال دواړه د فراه په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

دى وايي، نه پوهېږي چې د راکټ ياده مرمۍ به په دې سيمه کې له کومه شوې وي.

د رج په سيمه کې د دولتي ځواکونو پوستې دي او کله، کله د دولت وسله وال مخالفين پرې بريدونه کوي.

هڅه مو وکړه چې د پېښې په اړه له ولايتي چارواکو او د ټپيانو د روغتيايي وضعيت په اړه د ملکي روغتون له ډاکترانو سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

 د يوه بل خبر له مخې، په پروان کې د يوه واده پرمهال اته ماشومان ټپيان شوي دي.

د پروان د بګرام ولسوالۍ ځايي چارواکو پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دا پېښه پرون غرمه ١٢ بجې د بګرام په جان قدم کلي کې رامنځته شوې ده.

د بګرام د لوسوال عبدالشکور قدوسي په خبره، دغه وسله واله نښته د واده د دوو ګډونوالو ترمنځ د ډوډۍ د وېش پرمهال له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.

قدوسي زياته کړه چې په دې پېښه کې د زوم د ورور او اشپز په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.

د پروان ولايت د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټرعبدالقاسم سنګين وايي چې په دې پېښه کې شپږ هلکان ژوبل شوي او روغتون ته ور وړل شوي چې د دوو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement