د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

څېړنه: د کندوز په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو رول پيکه شوى

څېړنه: د کندوز په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو رول پيکه شوى

Aug 08, 2017 - 16:11

کندوز (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): د يوې څېړنې پايلې ښيي چې په کندوز ولايت کې د نا امنۍ له امله د تېرو دوو کلونو په پرتله د کندوز په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو شتون ٦٠ سلنه کم شوى دى.

په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو د شتون په اړه د پژواک خبري اژانس يو چمتو شوى راپور ښيي چې په کندوز ولايت کې نهه سيمه ييزې راډيوګانې او درې ټلويزيونونه فعاليت کوي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په دغو سيمه ييزو رسنيو کې لږ تر لږه ٨١ ښځينه کارکوونکو دنده ترسره کوله چې د ١٣٩٤ لمريز د تلې په شپږمه د طالبانو له لوري د ياد ولايت له سقوط وروسته په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځينه کارکوونکو فعاليت پيکه شو چې اوس يوازې ٣٢ ښځينه کارکوونکې په کې دنده ترسره کوي.

د تېرو دوو کلونو وضعيت

د پژواک د موندنو پر بنسټ، د کندوز له سقوط وړاندې د کندوز راډيو څلور ښځينه کارکوونکې، د زهره راډيو ١٣ ښځينه کارکوونکې، د کيهان راډيو له ١٥ زياتې کارکوونکې، د شبنم راډيو ٦ کارکوونکې، د کندوز ملي راډيو يوه ښځينه کارکوونکې، د چراغ راډيو ١١ ښځينه کارکوونکې، د بدلون راډيو ٢ کارکوونکې او د روشني راډيو ٢٥ ښځينه کارکوونکې درلودې، خو د اصلاح راډيو دوه کاله وړاندې هم هېڅ ښځينه کارکوونکې نه درلوده.

اوسمهال د کندوز په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو ګډون

د موندنو پر بنسټ، په سيمه ييزو رسنيو کې د تېرو دوو کلونو په پرتله شاوخوا ٦٠ سلنه کموالى راغلى چې اوسمهال د کندوز راډيو او اصلاح راډيو هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري، زهره راډيو څلور ښځينه کارکوونکې، کيهان راډيو پنځه ښځينه کارکوونکې، شبنم راډيو درې کارکوونکې، چراغ راډيو اووه کارکوونکې، روشني راډيو شپږ کارکوونکې او د کندوز ملي دولتي راډيو د تېر په شان يوه کارکوونکې او بدلون راډيو بيا دوه ښځينه کارکوونکې لري.

ورته مهال په کندوز ولايت کې درې سيمه ييز ټلويزيونونه هم فعاليت کوي چې دې ډلې يې ملي ټلويزيون هېڅ ښځينه کارکوونکې نه لري خو خاور او روشني ټلويزيونونه هر يو دوه- دوه ښځينه کارکوونکې لري چې اوسمهال په دغه ډول وضعيت کې فعاليت کوي.

کندوز ولايت کې هېڅ ښځينه خبرياله شتون نه لري او ډېرى ښځينه کارکوونکې د تفريحي پروګرامونو وياندويانې دي او ځينې نورې يې هم ټولنيز  او د ښځو اړوند پروګرامونه پر مخ وړي.

په کندوز ولايت کې د خبريالانو د خونديتوب مسوول شهباز صابري وويل چې په دغه ولايت کې د رسنيو په برخه کې د ښځينه کارکوونکو ٧٠ سلنه کمښت د اندېښنې وړى دى.

نوموړي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د کندوز ولايت د امنيت ټينګښت ته ډېره پاملرنه وکړي، څو د دغه ولايت خلک او خبريالان وکولى شي چې په ارامه فضا کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د نا امنۍ په اړه د کندوز د ځايي رسنيو د مشرانو اندېښنې

په کندوز ولايت کې د خصوصي رسنيو يو شمېر مشران هم وايي چې د طالبانو له لوري د کندوز له نيول کېد او وروستيو جګړو وروسته په  رسنيو کې د ښځو شتون پيکه شوى، ښځې اندېښنه لري او د نا امنيو په سبب د پخوا په څېر رسنيو کې کار نه شي کولى.

کندوز کې د روشني په نوم د سيمه ييزې راډيو مشر عبيدالله قاضي زاده وايي چې د طالبانو له لوري د کندوز له نيولو وروسته ګڼو ښځو سيمه ييزې رسنۍ پرېيښې، له ولايت او هېواده وتلې دي.

قاضي زاده د امنيت نشتوالى او د رسنيو اقتصادي وضعيت، په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو د پيکه والي اصلي لامل بولي او دولت تورنوي چې د امنيت نيولو په برخه کې يې بې غوري کړې ده.

قاضي زاده وويل: ((د دوو کلونو په اوږدو کې زموږ ګڼو مېرمنو رسنۍ پرېيښې چې اصلي لامل يې نا امني ده، د کندوز د لومړي ځل سقوط وړاندې مو څه باندې ٢٥ کارکوونکي لرل چې اوس يوازې ٨ همکارانې لري، نا امني او اقتصادي کمزوري يې دوه اصلي لاملونه دي، له دولت نه په دې برخه کې پاملرنه غواړو.))

په کندوز کې د څراغ په نوم سيمه ييزې راډيو مشرې ملالۍ يوسفي وويل چې امنيت په بشپړ ډول خراب دى، ښځې د پخوا په څېر د دې جرئت نه لري چې رسنيو کې فعاليت ولري.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٣٩٤ کال په تله مياشت کې د طالبانو له لوري د کندوز ښار له درې ورځنۍ نيونې وروسته امنيتي ننګونې زياتې شوې، په ځانګړي ډول د ښځو شتون د پخوا په پرتله پيکه شوى دى.

دغه رسنيز فعال زياته کړه چې ځينې کورنۍ په رسنيو کې د خپلو لوڼو د کار په سبب له ټيلېفوني ګواښونو وروسته اجازه نه ورکوي چې لوڼې يې په ناستو کې فعال ګډون ولري.

د هغې په خبره، پخوا ١١ نجونو په بېلابېلو پروګرامونو په ځانګړي ډول څراغ خصوصي راډيو کې فعاليت درلود، خو اوس يې شمېره ټيټه شوې ده.

د رسنيو دغه فعال په ورته وخت کې  له دولت وغوښتل چې د رسنيو لپاره د بيا فعاليت د غوره زمينې مساعدولو او خبريالانو د امنيت نيولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.

په کندوز کې د کيهان په نوم سيمه ييزې رايو مسوول مديرې زرغونې حسن پژواک ته وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د کندوز له نيولو وړاندې

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره په رسنيو کې د ښځو د شتون او کاري وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو وويل چې که چېرته دولت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، په هېواد کې د بيان ازادۍ د تېرو ١٤ کلونو لاسته راوړنې به له منځه لاړې شي.

د کندوز نا امنيو په اړه د رسنيو د کارکوونکو اندېښنه

شکېبا هاشمي چې په يوه سيمه ييزه رسنۍ کې کار کوي، وايي: ((له نا امنۍ شکايت لرو، ستونزو مو څو ځله له چارواکو سره شريکه کړې، خو لا هم کوم بنسټيز کار نه دى شوى، دولت په دې برخه کې پاملرنه نه ده کړې.))

د څراغ راډيو پخوانۍ کارکوونکې ثنا محمدي هم پژواک ته وويل: ((په رسنيو کې د کار سره مينه لرم، خو خراب امنيتي وضعيت ددې لامل شوى چې دا کار پرېږدم، پخوا مې يوه راډيو کې د ښځو د ستونزو په اړه خپرونه وړاندې کوله، خو اوس مې کورنۍ په راډيو يا کومه بله رسنۍ کې د کار اجازه نه راکوي.))

نوموړي زياته کړه چې کورنۍ يې د نا څرګندو کسانو له لوري ګواښل کېږي چې لور مو بايد راډيو ټلويزيون ته لاړه نه شي، خو که چېرته امنيت ښه شي، نو له خپل مسلک سره مينه به څرګنده کړي او کار به کړي.

په رسنيو کې د ښځو د شتون په اړه اندېښنې

د کندوز يو شمېر اوسېدونکو هم په سيمه ييزو رسنيو کې د ښځو پر پيکه شتون اندېښنه څرګنده کړه او له دولت يې وغوښتل چې د ښځو امنيت خوندي کړي.

دغه ځايي  خلک وايي چې امنيتي ځواکونه کندوز ولايت کې د خبريالانو د امنيت خوندي کولو کې پاتې راغلي دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي بشيرخان له پژواک سره خبرو کې وويل چې د کندوز ولايت له نيول کېدو وروسته د ښځو او نجونو رسنيز پروګرامونه کم شوي دي.

د کندوز ښار اوسېدونکي بشير خان له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د کندوز ولايت له سقوط وروسته هغه خپرونې چې د ښځو او نجونو له لوري مخته وړل کېږي، کمې شوې دي.

هغه وويل: ((څنګه چې ټولو ته څرګنده ده په کندوز کې له وروستيو جګړو وروسته د کندوز ځايي رسنيو کې د نجونو او مېرمنو حضور کم شوى او د فيصدي له اړخه کولى شو ووايو چې ٩٠ سلنه کمښت يې موندلى چې بنسټيز لامل يې هم نا امني ده چې سم امنيت نشته او نجونې نشي کولى په ارام زړه رسنيو کار وکړي.))

نوموړي زياته کړه: ((په رسنيو کې د ښځو نشتوالي د کندوز مېشتو ښځو پر ژوند هم سخت تاثير لري او په دې برخه کې بايد پاملرنه وشي، ښځې وهڅول شي، د د خبريالانو صنفي ټولنې او حکومت دې د هغوى مالي او ځاني خونديتوب ته جدي پاملرنه ورکړي. له دې پرته به موږ کندوز کې د د ښځو د فعاليتونو په اړه د رسنيو د بدلون شاهدان وو.))

هغه زياته کړه، مخکې له دې چې کندوز په ١٣٩٤ کال کې د طالبانو له لوري ونيول شي، د کندوز رسنيو کې د ښځو حضور زيات وو، خو له دې پېښې وروسته يې په رسنيو کې د کار لېوالتيا کمه شوې ده.

خو د کندوز امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي وويل چې امنيتي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې د رسنيو د کارکوونکو، په ځانګړي ډول د مېرمنو د امنيت خوندي کولو ته چمتو دي.

نوموړى مني چې پخوا هم د رسنيو او د رسنيزو کارکوونکو د امنيت خوندي کولو کې ستونزې وې، خو د کندوز د پوليسو په استازولۍ د رسنيو ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځو ته ډاډ ورکوي چې امنيتي ځواکونه به د دوى د کار پر وړاندې د هېڅ خنډ جوړېدو اجازه ورنه کړي.

د ويلو ده چې په افغانستان کې د رسنيو د پام وړ ډېر والى، د افغان حکومت او خلکو له تر ټولو سترو لاسته راوړنو شمېرل کېږي، خو نا امني او اقتصادي ستونزې رسنيو او رسنيزو کارکووکو ته جدي ستونزې پيدا کړې او حتى د ځينو رسنيو فعاليت يې درودلى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement