ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

کاپيسا کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

author avatar
8 Aug 2017 - 10:41
کاپيسا کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي
author avatar
8 Aug 2017 - 10:41

محمودراقي (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): سېلاب قول اردو وايي چې په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ مازيګر دوو موټرسايکل سپرو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې په تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريد وکړي.

سرچينې زياته کړې چې دوى د ملي اردو ‌ځواکونو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوي چې له امله يې دواړه وژل شوي او چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي د دغه خبر د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه د تګاب ولسوالۍ د احمدزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې يادو بريدګرو غوښتل چې په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد وکړي، خو مخې ته تر رسېدلو مخکې ووژل شول.

يوسفزى وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

سېلاب قول اردو دغه راز ويلي چې په تګاب ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.