ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسیون د وسله والو په لیکو کې د ماشومانو پر شتون اندېښنه وښوده

د بشري حقونو کمېسیون د وسله والو په لیکو کې د ماشومانو پر شتون اندېښنه وښوده

author avatar
9 Aug 2017 - 16:31
د بشري حقونو کمېسیون د وسله والو په لیکو کې د ماشومانو پر شتون اندېښنه وښوده
author avatar
9 Aug 2017 - 16:31

ګردېز (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): په ګردېز د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې وسله وال مخالفين په جګړو کې له ماشومانو ګټه اخلي او پر دغه کار یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه څرګندونې په پکتيا کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښوونې او روزنې سیمه ییز امر سيف الرحمن نيازی د ياد کمېسيون د پنځلسمې کليزې په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.

نيازی د وسله والو په ليکو کې د ماشومانو او کم عمره ځوانانو شتون هم اندېښمن کړی او وايي چې وسله وال د ملي او نړيوالو اصولو او کنوانسيونونو خلاف له ماشومانو په جګـړو کې کار اخلي.

ده وويل: ((موږ د جګړې په سيمه کې د ملکي خلکو ژوند ته ډېر اندېښمن يو، د هغوی د خونديتوب لپاره له امنيتي ارګانونو سره ډېر وخت ناستې لرو او له وسله والو مخالفينو هم غواړو چې د ملکي خلکو ژوند، مال او کورونو حفاظت ته جدي پام وکړي.))

هغه د جګړې له ښکېلو غاړو هم په کلکه غوښتنه وکړه چې بشري حقونو او د ملکي کسانو ژوند او مال ته اړينه پاملرنه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې ديني عالم مولوي احمدشاه د عامو خلکو وژنه حرامه او سخته ګناه ياده کړه او ويې ويل چې په جګړه کې بايد د مېرمنو، ماشومانو، سپين ږيرو او ملکي خلکو ژوند، مال او عزت خوندي شي.

نوموړي د هېواد په بېلابېلو سيمو، ښارونو او عامه ځايونو کې انفجار او انتحار حرام او جنايت وباله، چې په خبره يې هېڅ توجيه نه لري.

د دې غونډې ګډونوالو نا امني د ټولو سيمو تر پوښـښ لاندې راوستو په برخه کې د بشري حقونو پر وړاندې عمده ستونزه بولي خو ټينګار کوي چې ياده اداره بايد خپل فعاليتونه له ممکنه لارو لا زيات او ګړندي کړي.

دوی د مېرمنو سخت اقتصادي ژوند، د ماشومانو شاقه کارونه، د هغوی د تعليمي او د لوبو د حقونو د مهيا کولو په برخه کې د بشري حقونو د کمېسيون او اړوندو ادارو د تمرکز غوښتنه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.