ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار له محبس څخه ۳۴ بنديان خوشي شول

د ننګرهار له محبس څخه ۳۴ بنديان خوشي شول

author avatar
9 Aug 2017 - 17:41
د ننګرهار له محبس څخه ۳۴ بنديان خوشي شول
author avatar
9 Aug 2017 - 17:41

جلال اباد (پژواک، ۱۸ زمری ۹۶): د ننګرهار له عمومي محبس څخه د ولسمشر غني د ۸۲مې ګڼې فرمان له مخې ۳۴ بنديان ازاد او د ۱۲ نورو په قيد کې کموالی راغی.

ياد بنديان د زمري په ۱۸مه د ننګرهار محبس د امر او د دغه ولايت د څارنوالۍ د رييس په موجوديت کې ازاد شول.

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس خالد اوريا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار له محبس څخه د بنديانو د خوشې کېدو دا بهير د ولسمشر اشرف غني د هغه فرمان له مخې دی چې د کوچني اختر په مناسبت يې صادر کړی و.

هغه زياته کړه، په فرمان کې د بنديانو د خلاصېدو او د بند د مودې کموالي صلاحيت لويې څارنوالۍ ته ورکړل شوی چې د لوی څارنوال په منظورۍ نن ورځ د ننګرهار له محبس څخه په ټوليز ډول ۳۴ بنديان ازاد او د ۱۲ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.

د اوريا د معلوماتو له مخې، خوشې شوو بنديانو تر ډېره جنايي قضيې او جرمونه درلودل.

په همدې حال کې د ننګرهار محبس امر عبدالولي حصارک وويل، اوسمهال په ننګرهار محبس کې ټولټال ۱۶۰۰ بنديان موجود دي چې له ډلې يې ۲۳ تنه ښځينه بنديانې دي.

هغه زياته کړه، ټولو بنديانو ته د حرفوي، ديني او سواد زده کړو زمينه برابره شوې، خوراک په وخت ورکول کېږي او هم ورته د ورځې دوه ساعته تفريح ورکول کېږي.

له بنده ازادو شوو کسانو پر خپل خلاصون خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه چې نور به جرم نه ترسره کوي.

عاشق الله چې د موټر ټکر تر پېښې وروسته زنداني شوی، وايي چې هېڅ  ډول ستونزه ورته په محبس کې نه وه او هر څه پر وخت ور رسېدل.

هغه پر عامو خلکو غږ وکړ چې په هر کار کې دې له احتياط او صبر څخه کار واخلي؛ ځکه په وينا يې د پنځو دقيقو بې صبري يې د بند سبب کېدلی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.