ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د پکتیکا ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي

author avatar
9 Aug 2017 - 12:23
د پکتیکا ځینې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي
author avatar
9 Aug 2017 - 12:23

ښرنه (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د پکتيکا د ولايتي شورا غړي وايي که د وړممۍ، ګومل او ګيان ولسواليو د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه شي، د وسله والو طالبانو په لاس به سقوط وکړي.

دوى دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په يادو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او د دې ولسواليو په لويو لارو کې طالبانو ماينونه هم ځاى پر ځاى کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين خان فقيرزاده د زمري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د يو شمېر نورو ولسواليو تر څنګ په وړممۍ، ګومل او ګيان ولسواليو کې د نا امنۍ کچه لوړه شوې ده.

فقيرزاده زياته کړه: ((په دې ولسواليو کې دوامداره جګړې روانې دي، ان د پوليسو مړي څو ورځې پراته وي، څوک يې پورته کولو ته نه شي ورتللاى.))

هغه د کومو اسنادو له وړاندې کولو پرته وويل چې د پاکستان له مدرسو يو شمېر طالبان راغلي او په دې ولسواليو کې جګړې کوي.

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي نعمت الله ببري هم وويل چې په يادو ولسواليو او ډېرو نورو سيمو کې جګړو زور اخيستى دى.

هغه د دې جگړو اصلي لامل د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي په ګوته کړه او ویې ويل چې دې برخې ته بايد اړينه پاملرنه وشي.

نوموړي زياته کړه: ((د پوليسو پر پوسته که جنګ وي اردو نه ورځي او که د اردو پر پوسته جنګ وي پوليس يې مرستې ته نه ورځي چې له امله يې تلفات رامنځته کېږي.))

ببري دا هم وويل، سره له دې چې پوليسو ته پر وخت مياشتنۍ تنخوا نه ورکول کېږي تر څنګ يې امنيې قوماندانۍ هم د سرپرست له خوا اداره کېږي چې دغه شان کړنې د ملي ځواکونو روحيه کمزورې کوي.

ده ټينګار وکړ چې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي؛ ځکه بيا خلک خپل باور پر حکومت له لاسه ورکوي.

دغه راز په مرکز ښرنه کې د مدني ټولنې غړي مجاد خان پژواک ته وويل چې په ګيان، وړممۍ، ګومل او سرروضې ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي.

ده هم وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته مياشتنۍ تنخوا پر خپل وخت نه ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.