ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې”وړۍ” پا کوونکې مېرمنې له ډېر کار او کمې مزدورۍ نه شکايت کوي

هرات کې”وړۍ” پا کوونکې مېرمنې له ډېر کار او کمې مزدورۍ نه شکايت کوي

author avatar
9 Aug 2017 - 16:45
هرات کې”وړۍ” پا کوونکې مېرمنې له ډېر کار او کمې مزدورۍ نه شکايت کوي
author avatar
9 Aug 2017 - 16:45

هرات ښار (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): په هرات ولايت کې يو شمېر “وړۍ” پاکوونکې مېرمنې له ډېر کار او کمې مزردورۍ شکايت کوي او د خپلو ستونزو د ژر تر ژره حل کېدو غوښتنه کوي.

څلوېښت کلنه بي بي ګله په هرات ولايت کې له پخوا نه وړۍ پاکوي او اوس هره ورځ د  هرات په صنعتي ښار ګوټي کې د سهار له پنځو د مازديګر تر پنځو بجو پورې د وړۍ پاکولو په يوه شرکت کې کار کوي.

هغې په خپلو ټپي  او زېږو لاسونو سره د وړيو له منځه قهوه يي، سپين او تور تارونه بېلوي.

بي بي ګله د کار پر مهال د وړيو د ګرد او بوى او دغه راز د هغو زهرجنو کيمياوي توکو د مخنيوي لپاره چې د وړيو پاکولو لپاره کارول کېږي، خپله خوله او پزه د ماسک په وسيله پټوي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: “١٦کاله کېږي چې دغه کار کوم، اړه يم، د ډوډۍ ګټلو سړى نه لرم، هره ورځ ١٢ساعته کار کوم.”

دغه زړه مېرمن هره ورځ د ١٢ ساعته کار په بدل کې ١٦٠ افغانۍ مزد ترلاسه کوي.

نوموړې زياته کړه: “زه د کار  مالک ته د مزد د زياتېدو په اړه څه نه شم ويلاى؛ وېرېږم که د تنخوا په اړه خبرې وکړم، له کار څخه به مې لرې کړي.”

بي بي ګله په داسې حال کې چې په تنفسي ناروغۍ اخته ده، بيا هم خپل کار ته دوام ورکوي او ويې ويل چې که ناروغه هم وي د اړتيا له مخې، خامخا به کار ته حاضرېږي.

هغې زياته کړه: “نفس تنګي راته پيدا شوه؛ خو ١٦٠ افغانۍ چې د کور لګښت مو کېږي، ډاکتر ته نه شم ورتلاى.”

د علي احمد مور  يوه بله مېرمن ده چې له څلورو کالو را په دېخوا د وړۍ پاکولو په شرکت کې کار کوي.

هغې وويل: “د ورځې ١٦٠ افغانۍ اخلم، دغه پيسې ډېرې کمې دي؛ خو موږ اړ يو چې کار وکړو.”

دغه کارگره مېرمن په داسې حال کې چې د پښو او او ملا له درده شکايت کاوه، ويې ويل چې هره ورځ ١٢ساعته کار کوي چې د ډېرو کېناستو له امله د پښو او ملا درد ورته پيدا شوى دى.

هغه زياته کړه: “د اړتيا له مخې کارګري کوم، پسې او ملا مې ډېر درد کوي، دغه پيسې هم چې ترلاسه کوو د کور لګښت مې نه پوره کوي، پاتې شوه دا چې ځان ډاکتر ته ور ښکاره کړم.”

په هرات کې د وړيو پاکوونکې ٦٠ کلنه زهرا ګل هم د ډېر کار له امله شکايت وکړ او زياته يې کړه: “د مجبوریت له مخې کار کوم او که ويې نه کړم وږې کېږم.”

هغه د ځان او نورو وړۍ پاکوونکو مېرمنو د جسمي وضعيت په اړه وويل چې ټولې هغه ښځينه کار کوونکې چې د وړيو پاکولو په شرکتونو کې کار کوي؛ د پښو، ملا او تنفس ستونزې لري.

د ښځينه کار کوونکو دغه شمېر له کلونو راهيسې د کم مزد په بدل کې په همداسې شرايطو کې کار کوي او وايي؛ تر اوسه پورې يې هېچا هم غږ نه دى اورېدلى.

د” زيارتجاه” وړيو پاکولو شرکت چې د هرات ولايت په صنعتي ښارګوټي کې فعاليت کوي، ١٢ نارينه او ٩٠ مېرمنې یې په کار ګومارلي دي.”

د دغه شرکت مشر عبدالواحد حبيب زاده د مېرمنو د کار سخت والى او کم مزد تاييد کړ؛ خو ويې ويل چې هغوى کارګرو ته هره ورځ دوه وخته وړيا ډوډۍ هم ورکوي.

حبيب زاده پژواک ته وويل: “دا ټولې مېرمنې له کاره پاتې دي او نور کار نه شي کولاى؛ همدا مزد چې د دغه کار په بدل کې اخلي هم ډېر دى.”

په ورته وخت  کې په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالقادر رحيمي پژواک ته وويل چې حکومت بايد دغه مسئله په جدي توګه حل کړي.

هغه زياته کړه: “له بده مرغه موږ د کاري ساعتونو له مخې د کار کوونکو د تنخواګانو د منصفانه محاسبې لپاره چوکاټ نه لرو؛ له همدې امله د کار خاوندان د کارګرو د اقتصادي اړتياوو او خپلو واکونو څخه ناسمه ګټه اخلي.”

د هرات د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالقيوم افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تل يې په کار خانو کې د ښځينه کار کوونکو له شرايطو څارنه کړې ده او که چېرې د کار شرايط سخت وي، د هغوى له مسوولينو سره قانوني چلند کېږي.

له دې ټولو سره سره، هرات د عامې روغتيا مرستيال محمد اصف کبير، د وړيو پاکولو له امله د دوړو او ګرد د زيانونو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وړيو پاکولو کار د نري رنځ او جلدي ناروغيو د رامنځته کېدو لامل کېداى شي.

هغه زياته کړه: “هغه کسان چې د وړيو پاکولو يا دې ته ورته ځايونو کې کار کوي، له ډېرو روغتيايي خطرونو سره مخ کېږي.”

د افغانستان د کار قانون حکم کوي چې د کار مالکان بايد په هغه چاپېريال کې چې مناسبې جامې، ځانګړي بوټ، ماسک، عينکې، لاس پوښونه او نور حفاظتي تجهيزات په وړيا توګه د خپلو کارګرو په واک کې ورکړي.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.