کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي، يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل چې له کرولا موټر نه په استفادې ځانمرګى بريد ترسره کړي، خو د ملي پوليسو له لوري وويشتل شو.
د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش وويل چې دا پېښه نن (د زمري ١٨مه) له غرمې مخکې یوولس بجې او شل دقیقې د کابل ښار اتمې امنيتي حوزې په بيني حصار سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ځانمرګى بريدګر د ملي پوليسو له لوري وژل شوى او موټر يې هم له منځه وړل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن