ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لويه څارنوالي: د ميرزااولنګ پېښې په اړه به هر اړخيزه څېړنه وشي

لويه څارنوالي: د ميرزااولنګ پېښې په اړه به هر اړخيزه څېړنه وشي

author avatar
10 Aug 2017 - 18:27
لويه څارنوالي: د ميرزااولنګ پېښې په اړه به هر اړخيزه څېړنه وشي
author avatar
10 Aug 2017 - 18:27

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٦): د هېواد لوى څارنوال، د سرپل ولايت په ميرزااولنګ درې کې د ملکي وګړو وژنه د بشريت پر وړاندې يو ستر جنايت بولي او وايي چې په دې اړه به ډېر ژر يوه هر اړخيزه څېړنه وشي او د قضيې ټول اړخونه به وڅېړل شي.

 د هېواد لوى څارنوال څارنپوه محمد فريد حميدي نن په کابل کې د "هېواد په امنيتي او دفاعي سکتور کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه" تر نامه لاندې غونډې په پاى کې وويل، لومړنۍ څېړنې او معلومات ښيي چې د ميرزااولنګ درې په پېښه کې د بشريت ضد عناصر هم لاس لري.

 هغه زياته کړه: "د ميرزااولنګ پېښه له نړيوال جدي جرايمو بلل کېږي، چې بايد د نړيوالې محکمې له لوري وڅېړل شي، خو لومړنۍ څېړنې يې بايد عدلي او قضايي ارګانونو او محکمو له لوري ترسره شي، چې موږ د يادې پېښې په اړه يوه هر اړخيزه څېړنه اعلانوو او دغه څېړنه به په ميرزااولنګ کې ترسره شي."

حميدي وويل، لويه څارنوالي د يادې قضيې ټول اړخونه په پوره انصاف، مسلکي والي، وړتيا او وس سره څېړي.

 نوموړي زياته کړه: "موږ د افغانستان خلکو او دولت ته ډاډ ورکوو چې زموږ څېړنې به هر اړخيزې وي او د هغو کسانو چې د دې جنايت لامل شوي، امر يې کړى، پروګرام يې ورته جوړ کړى، دا جنايت افغانستان او نړيوالو ته ورسوو او زموږ چلند به له عدل او انصاف ډک وي."

 دغه راز د هېواد ولسمشر هم ويلي چې د افغانانو دښمنانو د سرپل په ميرزااولنګ سيمه کې د ملکي وګړو په وژنې سره وښوده چې دوى هېڅ سرحد نه پېژني، خو امنيتي ځواکونه به د يادې پېښې له عاملينو څخه د پېښې بدل واخلي.

 د سرپل ولايت سيمه ييزو چارواکو ويلي، څلور ورځې وړاندې وسله والو مخالفينو په دغه ولايت کې له ماتې وروسته د ميرزااولنګ سيمې شاوخوا ٥٢ ملکي وګړي چې ماشومان او ښځې هم په کې شاملې وې؛ ووژل.

 د دغه ولايت د چارواکو په وينا، وسله والو لومړى د يادې سيمې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى او له هغه وروسته بيا کلي ته داخل شوي او ملکي وګړي يې پر ډزو سره وژلي دي.

خو طالبانو په ميرزااولنګ سيمه کې د ملکي وګړو وژنه غندلې ده.

دغه راز نن د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل هم د يوې خبري ناستې پر مهال وويل چې د سرپل ولايت د ميرزااولنګ سيمې د بيرته نيولو په موخه ډېر امنيتي ځواکونه لېږل شوي، چې دوى به ژر تر ژره عمليات پيل کړي.

 نوموړي د عملياتو د ځنډولو لامل د خلکو د ځان او مال ساتل او خلکو ته له زيان اوښتو مخنيوى وباله او زياته يې کړه چې حکومت به ډېر ژر د بې ګناه خلکو د وينې بدل واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.