ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

تخار کې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Aug 2017 - 17:04
تخار کې ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Aug 2017 - 17:04

تالقان (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٦): د تخار د چاه اب ولسوالۍ پر یوه جومات د وسله والو په برید کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور د زمري په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا یوه بجه د چاه اب ولسوالۍ پر جامع جومات وسله والو برید کړی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

تېمور زیاته کړه چې د شپږو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ویې ویل چې د مړو شمېر ښايي تر دې هم لوړ شي.

د هغه په خبره چې دغه پېښه د جمعې له لمانځه مخکې د قوماندان بشیر قانت او د ځينو نورو ځايي وسله والو تر منځ د ملا امام د ټاکلو پر سر رامنځته شوې ده.

تېمور وویل چې قوماندان بشیر قانت د یاد جومات ملا امام مولوي محفوظ الله ته مخکې ویلي وو چې امامت پرېږدي خو هغه له قانت سره خپل مخالفت ته دوام ورکاوه.

سنت الله تېمور وايي، که څه هم د دې نښتې د مخنیوي لپاره یې سیمې ته ځواکونه لېږلي، خو زیاتوي، ډاډمن نه دی چې امنیتي ځواکونه د نا مسوولو وسله والو مخه ونیسي.

خو قوماندان بشیر قانت پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله وال یې سیمې ته د مولوي محفوظ الله د امامت د مخالفت لپاره ورغلي وو چې ورباندې د مقابل لوري وسله وال ډزې کړې دي.

د قانت په وینا چې مولوي محفوظ الله تېره چهارشنبې د ده پر ضد د جهاد اعلان کړی و.

خو هغه زیاتوي چې د دواړو خواوو د ډزو په پایله کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته مرګ ژوبله واوښت.

د سیمې یوه کس شکرالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي محفوظ الله څو ورځې مخکې د قوماندان بشیر قانت پر ضد د جهاد اعلان کړی و.

نوموړی وايي چې اوس هم یو شمېر لمونځ کوونکي په جومات کې کلابند دي.

د تخار امنیتي چارواکي وايي، په چاه اب ولسوالۍ کې د شخړې پای ته رسولو لپاره یې امنیتي غونډه رابللې څو یوه حل لاره ورته ومومي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.