ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شول

په باميانو کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شول

author avatar
11 Aug 2017 - 16:01
په باميانو کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه شول
author avatar
11 Aug 2017 - 16:01

باميان (پژواک، ٢٠ زمرى  ٩٦ ) : په باميانو ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او ١٤ نور ټپيان شول

دغه پېښه د باميانو ښار اړونده د قرغنه په سيمه کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده .

د قرغنه سيمې يوتن اوسېدونکي محمد جواد پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ياد موټر د بند امير پر لور د حرکت په حال کې و .

د باميانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد علي لکزي پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه .

 هغه وويل چې ياده پېښه د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.