باميان (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٦ ) : په باميانو ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه مړه او ١٤ نور ټپيان شول
دغه پېښه د باميانو ښار اړونده د قرغنه په سيمه کې د فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده .
د قرغنه سيمې يوتن اوسېدونکي محمد جواد پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن غرمه رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ياد موټر د بند امير پر لور د حرکت په حال کې و .
د باميانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد علي لکزي پژواک ته ياده پېښه تاييد کړه .
هغه وويل چې ياده پېښه د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن