جلال اباد (پژواک، ۲۱ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت د ځوانانو چارو امريت او د دغه ولايت ځوانان وايي چې بې کاري لا هم د دغه ولايت د ځوانانو پر وړاندې ستره ستونزه ده، چې له امله يې ځوانان دولت ضد کړنو ته مخه کوي.
ځوانانو د کار له نشتوالي دا شکايت د زمري په ۲۱مه په جلال اباد ښار کې د يوې لويې غونډې پرمهال چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې نمانځونډې په موخه جوړه شوې وه، وکړ.
غونډې ته د ننګرهار ولايت د ۲۲ ولسواليو له ځوانانو سربېره د دغه ولايت والي او نور چارواکي او د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار هم ورغوښتل شوي وو.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، لا هم په دغه ولايت کې ځوانان د بې کارۍ له سترې ستونزې سره مخ دي او حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د احمدزي په وينا، د ځوانانو همدا بې کاري د دې لامل شوې چې له امله يې ځوانان دولت ضد کړنو ته مخه کوي.
دغه راز د ځوانانو په پارلمان کې د ننګرهار استازی اقبال سخي وايي، ننګرهاري ځوانان د بې کارۍ ترڅنګ د تعليم په برخه کې هم ستونزې لري.
هغه وويل، ننګرهار کې ځوانان تر دوولسم ټولګي وروسته د نورو لوړو زده کړو په برخه کې ستونزې لري، دولتي پوهنتونونو ته لار نه پيدا کوي او د خصوصي پوهنتونونو د فيس او داخلې وس نه لري، ځکه يې له ډېرو لوړې زده کړې پاتې دي.
د ننګرهار د ځوانانو د منتخب فدراسيون مشر نور احمد نوراني وويل، ځوانان د کار نشتوالي ترڅنګ د زده کړو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
دی وايي، ځينو ساحو کې د نا امنۍ له امله د ځوانانو پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې دي او ځينو ځايونو کې د اقتصادي مشکلاتو له امله بې زده کړو پاتې کېږي.
د ولسواليو د ځوانانو په استازيتوب د شينوارو د ځوانانو د ټولنې مشر رڼاګل شينواري خبرې وکړې او زياته يې کړه چې د ولسواليو ځوانان په هره برخه کې ستونزې لري.
دی وايي، ځوانانو په هره برخه کې هغه که سوله ده، د هېواد ساتنه، د فساد مخنيوی او نورو برخو کې قربانۍ ورکړې دي، خو هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې چې له امله يې ځوانانو دولت ضد کړنو ته مخه کړې او د وسله والو ليکو ته تللي دي.
غونډې ته د وينا پرمهال د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له ځوانانو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به په ټولو چارو کې د ځوانانو نظرونو ته ځای ورکوي او د هرې موضوع په تړاو به ورسره مشوره کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن