ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې ٣٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې ٣٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Aug 2017 - 19:50
د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې ٣٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Aug 2017 - 19:50

فيض اباد (پژواک، ٢١ زمرى٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يادې ولسوالۍ ته د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ١٠ طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وويل، د امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات په تګاب ولسوالۍ کې له تېرې يوې اونۍ راهيسې پيل شوي و، چې تر پرون ماښام پورې يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې لس طالبان ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان شول.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په وژل شوو کسانو کې د دې ډلې نومول شوى ولسوال قاري عيدي محمد هم شامل دى، وويل چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه بشپړه پاکه شوه چې په عملياتو کې يواځې د ولسي پاڅون کوونکو يو کس هم وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه: "په وروستيو نښتو کې وسله والو طالبانو د ډېرې مرګ ژوبلې په ورکولو سره يمګان ولسوالۍ ته چې د يادې ولسوالۍ په ګاونډ کې پرته ده، تېښته کړې ده."

د بدخشان د والي وياند وويل، د طالبانو له شتون د تګاب ولسوالۍ له پاکولو وروسته د دغه ولايت والي، د ولايتي شورا له مشر، عالمانو شورا، د ملي امنيت مشر، امنيه قوماندان او د ولايت د سولې کمېټې مشر سره يوځاى يادې ولسوالۍ ته تللى دى.

نوموړي زياته کړه، د بدخشان والي له امنيتي ځواکونو او د خلکو له هر اړخيزې همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او ويې ويل: "زه د تګاب ولسوالۍ له ټولو خلکو غواړم چې له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او طالبان يو ځل بيا دغې ولسوالۍ ته راپرېنږدي. موږ هڅه کوو چې دغه ولسوالۍ بيا هيڅکله هم د طالبانو لاسونو ته ونه غورځي او امنيت يې د همېشه لپاره ټينګ واوسي."

د بدخشان د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي وويل، څه موده وړاندې په تګاب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو ډله ييزه وژنې د خلکو غوسه راوپاروله او دا کار د دې لامل شو، چې خلک د طالبانو پر وړاندې ودريږي او له خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د تګاب ولسوالۍ د کوري سيمې اوسېدونکي عزيزالله وويل: "موږ به له دې وروسته هيڅکله هم طالبانو ته د دې اجازه ورنه کړو، چې زموږ په سيمه کې قتل او ګډوډي وکړي، موږ له خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ يو او له خپلې سيمې دفاع کوو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.