ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هسکې مېنې ولسوال: ګډ ځواکونه له همغږۍ پرته عمليات کوي

د هسکې مېنې ولسوال: ګډ ځواکونه له همغږۍ پرته عمليات کوي

author avatar
12 Aug 2017 - 17:40
د هسکې مېنې ولسوال: ګډ ځواکونه له همغږۍ پرته عمليات کوي
author avatar
12 Aug 2017 - 17:40

جلال اباد (پژواک ۲۱ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوال او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي نيوکه کوي چې روانو عملياتو پرته له ولسي مرګ ژوبلې نوره هېڅ ګټه نه ده رسولې.

دوی وايي، ياد عمليات له سيمه ييزې حکومتولۍ او خلکو سره له همغږۍ پرته مخته ځي او د دې پرځای چې سيمې له وسله والو پاکې کړي، نورې سيمې يې هم د وسله والو لاسته ورغلې دي .

 د دغو عملياتو پرمهال وروستۍ تېروتنه د تېرې پنجشنبې په ورځې وه چې په دوو هوايي بريدونو کې يې ۱۶ ملکي وګړي ووژل او تر دې پېښې دوه اوونۍ مخکې يې هم د ملکي خلکو د فاتحې او خيرات پر مراسمو هوايي بمبار کړی و.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواري د زمري په ۲۱مه له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، عمليات کوونکي ځواکونه له دوی سره هېڅ همغږي نه کوي.

هغه نيوکه وکړه چې ګډ ځواکونه په خپله خوښه سيمو ته ځي او هلته د نا بلدتيا له امله تلفات ويني او بېرته راستنېږي.

دی وايي، عمليات کوونکي ځواکونه هوايي بريدونه هم له ولسوالۍ سره په همغږۍ نه کوي او نه هم له ولس څخه په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

هغه د پنجشنبې ورځې بريد ته په اشارې وويل: ((دا خواران يو ځای په يو موټر کې ناست و او د داعش له وېرې راتښتېدل او نور په بل ځای کې په پښو روان و چې پر دواړو جېټ الوتکې چې د بهرنيانو وې بمباري وکړه.))

په دې هوايي بريد کې ١٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو امريکايي ځواکونه ادعا کوي چې دوى د داعش وسله وال په نښه کړ ي وو او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هسکې مېنې ولسوال دا نيوکه هم وکړه چې ده غوښتل، د پېښې مړي او ټپيان انتقال کړي، خو عمليات کوونکو ځواکونو ورته اجازه نه ده ورکړې.

په همدې حال کې قومي خلک هم نيوکه کوي چې عمليات د ولس په ګټه نه، بلکې په زيان روان دي، تلفات او خسارات يې هم يوازې عامو خلکو ته اوړي.

د دغې ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محمد عمر غورځنګ پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونو پنځلس ورځې وړاندې په خپل سر  عمليات پيل کړل او هلته د تلفاتو له  ليدو وروسته بېرته پر شا شول.

دی وايي، عمليات يې اوس هم دوام لري او نه يې ترې د ولسوالۍ چارواکي خبر کړي او نه هم ولسونه، ځکه خو عمليات د برياليتوب پرځای د ناکامۍ خواته روان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.