ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ده افغانانو کې چاودنې درې تنه ژوبل کړل

د کابل په ده افغانانو کې چاودنې درې تنه ژوبل کړل

author avatar
13 Aug 2017 - 20:27
د کابل په ده افغانانو کې چاودنې درې تنه ژوبل کړل
author avatar
13 Aug 2017 - 20:27

کابل (پژواک،٢٢زمرى٩٦): نن شپه شاوخوا ٧:٤٥ بجې د کابل ښار په مرکز ده افغانانو سيمه کې چاودنه وشوه.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د کرولا شخصي موټر د چاودنې له امله رامنځ ته شوې او په ترڅ کې يې ٣ ولسي کسان برسيرن ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، ياد شوى موټر سوځېدلى، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه د مقناطسي ماين په وسيله رامنځ ته شوې او که په موټر کې د ګاز ډبې له امله.

ده زياته کړه، ځانګړي پوليس ځواکونه سيمې ته رسېدلي او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د ده افغانانو يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د يادې شوې پېښې له امله د شاوخوا ځينو ودانيو ښيښې ماتې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.