کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۶): د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي چې د جګړې د مدیریت تر څنګ په ملي اردو کې د فساد پر مخنیوي او اهل کسانو ته د کارونو پر سپارلو جدي کار کوي.
تورن جنرال طارق شاه بهرامي دغه څرګندونې نن (د زمري ۲۲مه) کندهار ته د خپل سفر پر مهال چې د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزي او نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله، د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو په قوماندانۍ کې وکړې.
په دې غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا، د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال امام نظر بهبود، ګڼ شمېر نورو نظامي مسوولینو او مخورو ګډون کړی وو.
د ملي دفاع سرپرست وزیر تورنجنرال طارق شاه بهرامي وویل، همدا اوس د هېواد نظامي وضعیت داسې ده چې په ۲۳ ولایتونو کې جګړه روانه ده، خو له دې جملې په ۹ ولایتونو کې د جګړې شدت زیات دی.
خو ده زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په ډېره مېړانه او قاطعیت له خپلو خلکو او خاورې دفاع کوي.
هغه د بېلګې ته توګه د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار د پچیراګام او تورې بوړې، د هېواد په شمال کې د فاریاب او په غرب کې د غور عملیات یاد کړل چې د ده په خبره ډېر بریالي وو.
دغه راز ده د ۲۰۵ اتل قول اردو د ځواکونو ستاینه هم وکړه چې د کندهار په میوند، خاکرېز، نېش او شاولیکوټ کې یې بریالي عملیات کړي او وسله وال یې ځپلي دي.
خو ده ټینګار وکړ چې له ملي اردو څخه د خلکو هيلې له دې هم ډېرې دي چې د هغوی د ژوند خوندیتوب او له خاورې ټینګه ساتنه ده.
بهرامي وویل، د هېواد د سیاسي زعامت او نړیوالې ټولنې هیله له دوی څخه دا ده چې په ملي اردو کې د فساد مخنیوی وشي او کار اهل کسانو ته وسپارل شي.
د ده په خبره، که دوی دا کار و نه کړي نو نړیواله ټولنه به خپلې مرستې بندې کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((د جګړې په دې سخت فصل کې د جګړې د مدیریت تر څنګ زموږ لومړۍ دنده دا ده چې د خلکو ساتنه وکړو او دویم دا چې د ملي اردو بنسټ سازي وکړو.))
دی وايي، د بنسټیزې اردو جوړونې په برخه کې درې اصله مهم دي چې یو مسلکي تشکیلاتي جوړښت دی، دویم د ښو او غوره کدرونو ځای پر ځای کول دي او درېیم د غوره او سرچینو چمتو کول دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن