ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرنې او وترنرۍ له انستيتيوت سره د همکارۍ هوکړليک لاسليک شو

د کرنې او وترنرۍ له انستيتيوت سره د همکارۍ هوکړليک لاسليک شو

author avatar
13 Aug 2017 - 19:40
د کرنې او وترنرۍ له انستيتيوت سره د همکارۍ هوکړليک لاسليک شو
author avatar
13 Aug 2017 - 19:40

کابل (پژواک،٢٢ زمرى٩٦):د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(FAO)، د کابل د کرنې او وترنرۍ له انستيتوت سره د يا د شوي انستيتيوت د فارغانو د کاري موکو لپاره د زمينې برابرولو  او د مسلکي ودې په برخو کې همکاري کوي.

 د دغې همکارۍ هوکړه ليک نن د پوهنې وزارت د کابل د کرنې او وترنرۍ انستيتيوت د امر، سردار محمد عبدالرحيمزي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د استازي، ټوميوشيچيري (Tomio Shicheri) ترمنځ لاسليک شو.

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په يوه خبرپاڼه کې د جزيياتو له وړاندې کولو پرته ليکلي چې له ياد شوي انستيتيوت سره په دغه اووه مياشتنۍ پروژه کې د اړتيا وړ توکو او روزنې په برخه کې مرسته کوي؛ تر څو د انستيتيوت د زده کوونکو مسلکي وړتياوې لوړې شي.

 د هوکړه ليک د لاسليکېدو په مراسمو کې توميوشيچيري وويل چې په افغانستان کې کرنه او مالداري اوس هم دوديزه بڼه لري او په دې برخو کې مسلکي کسان  لږ دي.

نوموړي زياته کړه، اوسمهال دغه انستيتيوت اړين تدريسي امکانات او علمي کارونه نه لري؛ خوهڅه به وکړي چې د اړتياوو د پوره کېدو لپاره ډېرې مرستې را جذب کړي.

 د هغه په وينا، ټاکل شوې ده چې د خوړو او کرنې سازمان، د هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، سمنګان او پروان ولايتونو د کرنې او وترنرۍ له انستيتيوتونو سره هم د فارغانو د کاري موکو د زمينې برابرولو اومسلکي وړتياوو د  ودې په برخه کې مرسته وکړي.

د پوهنې وزرات د مسلکي او تخنيکي تعليماتو د معينيت د پلان رييس، دلاور درمل نن د هوکړه ليک د لاسليکېدو په مراسمو کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له مرستې مننه وکړه او ويې ويل، تر اوسه دغه وزارت توانېدلى چې له اړتيا سره سم په انستيتيوتونو کې د تعليماتو کيفيت لوړ کړي.

د هغه په وينا، د تخنيکي او مسلکي تعليماتو معينيت اړ دى چې د بازار د اړتياوو په پام کې نيولو سره سم کار عيار او  د  مسلکي او تخنيکي انستيتيوتونو نصاب برابر کړي.

هغه د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل، په پام کې ده چې د پوهنې وزارت داسې بورډ رامنځ ته کړي چې د مسلکي او تخنيکي انستيتيوتونو د فارغانو پر وړتياوو سربېره، دهغو کسانو وړتياوې هم تاييد کړي چې اړينه وړتيا لري، چې په دغو انستيتيوتونو کې يې زده کړه نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.