ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د بادامو بيې ٢٧ سلنه راټيټې شوې دي

سمنګان کې د بادامو بيې ٢٧ سلنه راټيټې شوې دي

author avatar
13 Aug 2017 - 16:33
سمنګان کې د بادامو بيې ٢٧ سلنه راټيټې شوې دي
author avatar
13 Aug 2017 - 16:33

ايبک (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): په سمنګان ولايت کې سږ کال د بادامو محصولات په داسې حال کې ٣٠٠٠ ټنه او د بزګرانو عوايد ٥٥٧ ميليونه افغانۍ اټکل شوي چې د بادامو بيې سږ کال د تېر کال په پرتله ٢٧ سلنه راټيټې شوې دي.

د سمنګانو ولايت د کرنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې له ٥٢٠٠ هکټاره زياته ځمکه کې د بادامو باغونه شته دي.

 سرچينه زياتوي چې د بادامو ډېرى بڼونه د ياد ولايت په مرکز او حضرت سلطان او خرم سارباغ ولسواليو کې شتون لري.

د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مشر حبيب همايون پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د بادامو حاصلات شاوخوا دوه زره ټنو ته رسېږي، خو د دغه رياست څېړنې ښيي چې سږ کال دغه شمېر شاوخوا ٣٠٠٠ ټنو ته رسېدلی دی.

د هغه په وينا، د بادامو د پلور منځنۍ بيې ته په پام سره د دغه ولايت بڼوال کولى شي چې له يادې اندازې بادامو په ټوليز ډول ٥٥٧ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په ياد ولايت کې د يوه من (اووه کيلوګرامه) بادامو بيه د بادامو ډول او کيفيت ته په پام سره له ١٠٠٠ افغانۍ تر ٣٥٠٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

نوموړي وويل چې د بادامو بيه سږ کال د تېر کال په پرتله د حاصلاتو د ډېرښت له امله راټيټه شوې ده.

هغه څرګنده کړه چې تېر کال په دغه ولايت کې يو من بادام له ١٢٠٠ افغانۍ تر ٥٠٠٠ افغانيو پورې پلورل کېدل.

په سمنګانو بېلابېل ډوله بادام ترلاسه کېږي چې ځيني يې د ستاريابي، خيرالديني، شکوربايي، قمبري، مروجي، صندوقي، کاغذي اوسنګک په نومونو ياديږي چې تر ټولو ښه يې ستاربايي دي.

بڼوال هم د خپلو حاصلاتو ډېرښت ته خوشاله دي، خو د بيو ټيټوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دغه ولايت د مرکز ايبک د لرغان کلي يوه بڼوال حاجي ضياء وويل چې سږ کال يې له خپلو ٨٠٠ ونو ٢٥٠ منه بادام ترلاسه کړي چې له دغه درکه يې ٣٨٠ زره افغانۍ ترلاسه کړې دي.

هغه وويل چې دغه پيسې يې د کور د يوه کال لګښتونه پوره کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.