ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پنځه طالبان وژل شوي

هلمند کې پنځه طالبان وژل شوي

author avatar
13 Aug 2017 - 16:24
هلمند کې پنځه طالبان وژل شوي
author avatar
13 Aug 2017 - 16:24

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او له وسلو او مهماتو ډک یو موټر يې هم له منځه تللى دى.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د ناوې له شورشورک سيمې د وسلو او مهماتو ډک موټر بلې سيمې ته انتقال کړي.

د هغه په وينا، بهرنيو ځواکونو پر دغه موټر هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې پنځه طالبان وژل شوي او دغه موټر هم له منځه تللى دى.

ده زياته کړه، شورشورک سيمه د مارجې او ګرمسېر ولسواليو ترمنځ پرته ده چې د وسله والو طالبانو د وسلو د انتقال لاره بلل کېږي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د هلمند د ناوې ولسوالۍ په مومن خان دښت سيمه کې د ملي اردو موټر پر ماين برابر شوى چې ١١ سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه حکومتي چارواکو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د هلمند  باغران، ديشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې يې له طالبانو سره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.