کابل(پژواک، ٢٢ زمرى ٩٦): ولسمشر، ويس احمد برمک د کورنيو چارو وزارت د سرپرست او تاج محمد جاهد په امنيتي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه وټاکل.
د ولسمشر د حکم پر بنسټ، په پارلماني چارو کې د دولت وزير ګومارل شوى چې برمک دې د اساسي قانون د ٩١ مادې پر بنسټ د تاييد رايې اخيستلو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژني.
ويس احمد برمک تر اوسه پورې طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير و.
ستر پاسوال تاج محمد جاهد چې تر دې دمه يې د کورنيو چارو د وزير په توګه دنده اجرا کوله، د ولسمشر د فرمان له مخې په امنيتي چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه مقرر شوى دى.
اوس اوس مصطفى مستور د اقتصاد وزارت د نوماند او سرپرست، يما ياري د فوايد عامې وزارت، شهزادګل اريوبي د مخابراتو وزارت د نوماند او سرپرست په توګه ټاکل شوى.
تر دې وړاندې محمد حميد طهماسي د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د نوماند او سرپرست، طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزرات د نوماند او سرپرست، عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو، نرګس نهان د کانونو او پټروليم وزارت د نوماندې او سرپرست او فيض الله ذکي د کار ، شهيدانو، معلولينو او ټولنيزو چارو د نوماند او سرپرست وزير په توګه ټاکل شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن