تالقان(پژواک،٢٣زمرى٩٦): په تخار ولايت کې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د خرڅلاو جوړ شوي دوه مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د دغو مرکزونو د پرانيستې په غونډه کې د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني وويل چې دغه مرکزونه د کورنيو د اقتصادي ودې په موخه جوړ شوي او که سمه ګټه ورڅخه واخيستل شي نو ښې لاسته راوړنې به ولري.
نوموړي وویل:((دا چې له دې تاسیساتو څخه څنګه ګټه پورته کوئ او د اقتصادي ودې لپاره چې هر ډول پروګرام جوړوئ او کوم ابتکار کوئ زه در سره یم او در څخه ملاتړ کوم.))
د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د خرڅلاو دغه مرکزونه په ینګي کلا ولسوالۍ او تالقانو ښار کې جوړ شوي، چې د دغه ولایت د کلیو پراختیا رییس انجنیر صبغت الله نظري په خبره، پر جوړېدو یې جاپان هېواد پنځه میليونه ډالر لګولي دي.
نظري وايي:((دغه مرکزونه زموږ کلى او زموږ ویاړ تر نامه لاندې جوړ شوي، په مرکزونو کې ۳۸ دوکانه، سړخونه، د مېرمنو لپاره د زده کړو مرکز، رستورانټ او د کرنیزو محصولاتو د پروسس مرکز لري.))
د هغه په وينا، د دغو مرکزونو ډېرى پلورونکې ښځې دي.
په تالقانو کې د دې مرکز يوې پلورونکې نظيفې پژواک ته وويل چې مخکې تر دې خپلو تولیداتو ته د بازار موندلو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وه.
هغه وايي چې اوس یې باراز ته لار موندلې او له خپلو تولیداتو څخه په ښه توګه ګټه پورته کولای شي.
نوموړې وايي :((دستکول جوړوم، کالي ګنډم، دسترخوانونه او ګڼ شیان جوړوم، مخکې مې خرڅلاو لږ وو، مارکېټ نه وو، خو اوس ورته ډېره خوشحاله یم چې خپله دوکانداري کوم او په خپل لاس تولید کړي توکي مې پلورم.))
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر سر بېره پر دې په تالقانو کې د ولسي تړون ملي پروګرام ودانۍ چې ۱۱ ميلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې اخیستنې ته وسپارله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن