ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د خپلواکۍ کاليزې نمانځنې لپاره د ښار پاکونې حشر ترسره شو

جلال اباد کې د خپلواکۍ کاليزې نمانځنې لپاره د ښار پاکونې حشر ترسره شو

author avatar
14 Aug 2017 - 16:01
جلال اباد کې د خپلواکۍ کاليزې نمانځنې لپاره د ښار پاکونې حشر ترسره شو
author avatar
14 Aug 2017 - 16:01

جلال اباد (پژواک، ۲۳ زمری ۹۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د خپلواکۍ د کاليزې په خاطر د ښار پاکونې حشر ترسره شو.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي چې دغه حشر د زرغون او پاک ښار د پروژې يوه کړۍ ده چې د روان کال له پيله يې پرانيسته شوې ده.

د جلال اباد سرپرست ښاروال انجنير حکيم الدين عمرخېل د زمري په ٢٣مه د ياد حشر د پيل په مراسمو کې وويل چې پاک ښار د ژمن ښاري دنده ده او د جلال اباد ښاريان بايد د ښار پاکوالي ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، د خپلواکۍ د ۹۸يمې کاليزې په خاطر د پيل شوي حشر پر مهال به د جلال اباد ښار پاک شي او هم به خلکو ته د ښار پاک ساتلو پوهاوی ورکړل شي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال د معلوماتو له مخې، د زرغون او پاک ښار پروژه چې يو کال دوام کوي، په څلورو پړاوونو کې ترسره کېږي او د دغه ولايت ډېرو خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د هغه په وينا، د پروژې اصلي موخه د ښار پاکوالي تر څنګ خلکو ته د روزګار پيدا کول دي چې ۹۰ سلنه بوديجه يې خلکو ته د کار پيدا کېدو باندې مصرفېږي او پاتې لس سلنه يې بنسټيزو پروژو ته ځانګړې شوې دي.

د ننګرهار مرستیال والي محمد عالم اسحاقزي چې د ښار پاکوالي په دغه حشر کې يې ګډون کړی و، پر ټولو ښاريانو غږ وکړ چې له ښاروالۍ سره اوږه په اوږه د ښار پاکوالي کې ونډه واخلي.

هغه وويل چې ولايتي اداره د دغه پروګرام ملاتړې ده او که په هره سيمه او هره برخه کې کومه ستونزه را پيدا کېږي؛ نو ولايتي اداره به يې د حل په موخه ګامونه پورته کوي.

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ د نظارتي شورا منشي سيد عباس سادات ټينګار وکړ چې ښاروالۍ دې دغه پروګرام په پروژه يي شکل مخې ته نه وړي او بايد د ښار پاکوالي بنسټيز پروګرامونه په کې ترسره کړي.

هغه وويل، که د پروژې ټوله بوديجه يوازې په همدې مصرف شي چې له ښاره په حشري توګه کثافات راټولېږي؛ نو د وخت په تېرېدو به بيا ټول ښار له کثافاتو ډکېږي او پروژه به هېڅ ګټه نه رسوي.

که څه هم په روان کال کې په ځلونو په جلال اباد ښار کې د ښار پاکوالي بېلابېل حشرونه ترسره شول خو لا هم د دغه ښار پاکوالي کې هېڅ تغير نه دی رامنځته شوی.

کارپوهان پر دې باور دي چې که د جلال اباد ښار د پراختيا ترڅنګ د کثافاتو راټولو منظم سيسټم رامنځته نه شي نو په دغه ښار کې د پاکوالي رامنځته کېدل يوه ستونزمنه خبره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.