ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې څه باندې اووه زره ماشومان د ګوزڼ له واکسينه پاتې دي

بدخشان کې څه باندې اووه زره ماشومان د ګوزڼ له واکسينه پاتې دي

author avatar
14 Aug 2017 - 16:59
بدخشان کې څه باندې اووه زره ماشومان د ګوزڼ له واکسينه پاتې دي
author avatar
14 Aug 2017 - 16:59

فيض اباد (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٦): د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پوليو واکسين کمپاين په داسې شرايطو کې پيل شوى چې له پنځو کلونو لاندې څه باندې اووه زره ماشومان د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې له واکسينه محروم دي.

د بدخشان د عامې روغتيا مشر نور محمد خاوري پژواک خبري اژانس ته وويل: ((وردوج ولسوالۍ کې يوه طالب قوماندان راته ويلي چې تاسې د وردوج ولسوالۍ روغتيايي کلينيک د درملو، ډاکټر او پرسونل له لارې نه شي اکمالولى، موږ هم اجازه نه ورکوو چې رضاکاران مو د پوليو د کمپاين لپاره دې ولسوالۍ ته سفر وکړي او ماشومان واکسين کړي.))

هغه زياته کړه: ((زموږ اندېښنه دا ده چې شاوخوا ٥٠٠٠ ماشومان په وردوج ولسوالۍ کې د پوليو واکسين په پلي کېدو پاتې دي، موږ د سپين ږيرو، مخورو او ديني عالمانو په مرسته هڅه کوو چې طالبان د دغه کار اجازه ورکړي، خو تر اوسه مو څه پيغام نه دى ترلاسه کړى.))

نوموړي زياته کړه چې په راغستان او کوهستان ولسواليو کې هم د تېرو کمپاينونو پر مهال ٢٠٠٠ ماشومان له واکسينه پاتې دي، د عامې روغتيا رياست اوسمهال د سيمې د مخورو په مرسته هڅه کوي چې رضاکارانو ته اجازه ورکړل شي چې کور په کور  له پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته پوليو واکسين وکړي.))

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د ماشومانو د پوليو واکسين د درېيم پړاو په پيل کې اعلان وکړ چې په دې پړاو کې به ٩،٩ ميليونه ماشومان چې ٩٠ زره يې له دويم پړاو پاتې دي، واکسين کړي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٧ کال له پيل نه تر اوسه پورې د پوليو دوې پېښې کندهار، دوې په هلمند، يوه په کونړ، يوه پېښه په زابل کې ثبت شوې او تېر کال د ټول هېواد په کچه د پوليو ١٣ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.