د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

موټر چلوونکي د هلمند- کندهار لارې له خرابوالي شکایت کوي

موټر چلوونکي د هلمند- کندهار لارې له خرابوالي شکایت کوي

Aug 14, 2017 - 17:01

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ زمری ۹۶): د هلمند- کندهار لويه لار په تېرو دوو کلونو کې د پرله پسې جګړو له امله زيانمنه شوې چې له امله يې د موټرو تګ راتګ پرې ستونزمن شوى دى.

د هلمند- کندهار لويې لارې يوه موټر چلوونکي علي جان د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې څه مودې راهيسې دغه لويه لاره ډېره خرابه شوې ده.

هغه وايي: ((لاره ډېره کنډ او کپر شوې موټر پرې تيز تګ نه شي کولاى او بله دا چې د موټر عوارض بېخي ډېر شوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه لاره شاوخوا پنځوس کيلومتره ده چې بايد حکومت يې د بيارغولو لپاره ژر اقدام وکړي.

دغه راز د دې لارې بل موټر چلوونکي محمد پژواک ته وويل چې دغه لويه لاره د ماينونو د چاودنو له امله خرابه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((که دغه سړک ژر جوړه نه شي، نور به هم خراب شي، بيا به يې حکومت هم د جوړولو توان نه لري.))

د هغه په وينا، د همدې خراب سړک له امله هره ورځ ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې له امله یې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

د دې لارې يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې د ياد سړک د خرابوالي په اړه خلکو څو ځلې دوى ته شکايتونه کړي او دوى هم د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړې دي.

هغه وايي: ((د فوايد عامې رياست ته مو په دې اړه څو ځلې وزارت ته مکتبونه لېږلي دي، او ويلي مو دي چې د دغه سړک تر څنګ د ولسواليو سړکونه هم بايد جوړ شي.))

اخندزاده هم ټينګار وکړ چې د يادې لارې د جوړېدو لپاره بايد هر څه ژر تصميم ونيول شي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي پژواک ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله د هلمند- کندهار د لويې لارې تر څنګ نورې پخې لارې هم خرابې شوې دي.

عبيدي وايي: ((د دغه سړک ترڅنګ موږ ټول څلور سوه کيلومتره پاخه سړکونه درلودل چې جنګونو کې ډېر يې تخريب شوي دي.))

د هغه په وينا، د دغو سړکونو په اړه يې  فوايد عامې وزارت ته وړانديزونه لېږلي چې په يوه مياشت کې به يې پايله معلومه شي.

نوموړى وايي چې د ماينونو تر څنګ يو شمېر بار وړونکو موټرو هم د دې لويې لارې په تخريبولو کې رول لوبولى دى.

خو ده وويل چې په دې وروستيو کې يې د لارې په اوږدو کې تله جوړه کړې څو له ټاکل شوې اندازې ډېر بار موټر پرې تګ راتګ ونه کړي.

د يادونې ده، د هلمند،  باغران، ديشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې يې له طالبانو سره دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement