ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل په ميرزاولنګ کې له ډله ييزو قبرونو ٣٩ مړي وايستل شول

د سرپل په ميرزاولنګ کې له ډله ييزو قبرونو ٣٩ مړي وايستل شول

author avatar
15 Aug 2017 - 18:32
د سرپل په ميرزاولنګ کې له ډله ييزو قبرونو ٣٩ مړي وايستل شول
author avatar
15 Aug 2017 - 18:32

سرپل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کې د وسله والو مخالفينو له خوا د وژل شويو ٣٩ کسانو مړي په دوو ډله ييزو او دوو انفرادي قبرونه کې وموندل شول.

د ميرزاولنګ دره د روانې زمري مياشتې په ديارلسمه شپه د دولت وسله والو مخالفينو ونيوله. چارواکي وايي چې د دغې درې ځينې سيمې وسله والو طالبانو او څو نورې د داعش ډلې کسانو نيولې وې.

دغه دره چې د راپورونو له مخې، وسله والو مخالفينو په کې شاوخوا٥٠ تنه ملکي وګړي وژلي، د زمري په ٢٣مه بېرته دولتي ځواکونو ونيوه.

نن د ميرزاولنګ درې لوېديځ ته په يوه غره کې دوه ډله ييز او دوه انفرادي قبرونه وموندل شول.

امنيتي ځواکونو د سيمې د خلکو په مرسته له دې قبرونو څخه ٣٩ مړي راوايستل. د وژل شويو کسانو ډېر يې په ګوليو ويشتل شوي او د ځينو سرونه هم پرې شوي وو.

د سيمې يوه ديني عالم سيداحمد په ياده سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له موندل شويو ډله ييزو قبرونو څخه له يوه نه  د سيمې د ٢٦ ملکي وګړو او له  بل نه د ١١  ملکي وګړو مړي را ايستل شوي دي.

ده زياته کړه، دوه تنه نور چې هغه هم ملکي وګړي دي، د همدې غره په يوه بله سيمه کې وژل شوي او مړي يې له بېلو، بېلو قبرونو را وايستل شول.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په يادو ٣٩ وژل شويو ملکي وګړو کې ماشومان هم شامل دي.

سيد موسى چې ٢٦ کلن زوى يې په همدې وژل شويو کسانو کې دى، وايي چې زوى يې بې ګناه او په بې رحمۍ سره وژل شوى دى.

د ده په وينا، زوى يې ملکي وګړى و او په خپل ټول عمر کې يې وسله په لاس کې نه وه اخيستې.

طالبانو ويلي چې دوى په ميرزاولنګ کې ملکي وګړي نه دي وژلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.