ترينکوټ (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا پر بېګار شوو کسانو ماين چاودنه شوې چې په کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي او د شکایتونو اورېدو کمېسيون مشر عبیدالله بارکزي د زمري ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان اسدالله چې پر اکا مشهور دی، پرون يو شمېر کسان د پوستې جوړولو په موخه بېګار کړي وو.
د هغه د معلوماتو له مخې، د پوستې جوړولو پر مهال پر يادو کسانو ماين چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې ښوونکی محمد بصير وژل شوى او اته تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه: ((قوماندان اسدالله یو نالوستی کس دی او د چورې ولسوالۍ د امنیتي چارو سمبالښت یې له توانه لوړه خبره ده.))
د چورې اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد امين الله پژواک ته وويل: ((پرون، څوک چې له ښاره راتلل پوليسو په زور له ځان سره بیول او پوستې يې پرې جوړولې.))
هغه وايي چې د پوستې د جوړولو پر مهال پر خلکو ماين چاودلى چې په ترڅ کې يې تر ٣٠ ډېر کسان ټپيان شوي دي.
د اروزګان مرستيال والي عبدالوحد پټان هم پېښه تاييد کړه خو د جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
د اړوندې موضوع په اړه د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري پژواک ته وويل چې دغه خلک د چاى څښلو په موخه د پوليسو پوستې ته ورغلي وو.
هغه وايي: ((کله چې بېرته راګرځېدل په لاره کې ماين پرې چاودلی چې دوه کسان په کې وژل شوي دي.))
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د چورې ولسوالۍ د پوځي او يا هم ملکي حکومتي چارواکو نظر واخلو، خو د ټيلېفون اړيکه يې ځواب نه کړه.
چوره د اروزګان ولايت له نا امنو ولسواليو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن