ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين رسنۍ پر سليقوي چلند تورنې کړې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين رسنۍ پر سليقوي چلند تورنې کړې

author avatar
15 Aug 2017 - 18:30
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين رسنۍ پر سليقوي چلند تورنې کړې
author avatar
15 Aug 2017 - 18:30

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين په هېواد کې د رسنيو د کچې د لوړوالي په اړه خوښي څرګنده کړې، خو وايي چې د رسنيو مسلکي والى په ټکني ډول مخ ته ځي، چې د قوم پالنې او اړخ نيولو ستونزه لا هم په کې موجوده ده.

سيد اقا حسين سانچارکي دغه موضوع نن په هغې ناسته کې څرګنده کړه، چې "په افغانستان کې د مطبوعاتو تاريخي لورى" تر نامه لاندې د افغانستان د راډيو په تالار کې ترسره شوې وه.

نوموړي په هېواد کې د رسنيو کچې لوړېدو ته په اشارې سره وويل، په وروستيو ١٦ کلونو کې له ١٢٠٠ زياتو رسنيو د فعاليت کولو اجازه ترلاسه کړې او دغه راز ٦٦٨ رسنۍ هم له جواز پرته فعاليت کوي.

د خپرونو مسوول په رسنيو کې کيفي کمزورۍ ته په اشارې سره وويل: "په رسنيو کې د ليک او وينا ژبه نسبتاً ښه شوې، خو کفايت نه کوي، اوس هم له خبري او د ليکلو له ستونزې سره مخ يو، چې د رسنيو مالکان او چلوونکي دې اړخ ته جدي پاملرنه وکړي، څو زموږ وينا او ليک ښه شي."

سانچارکي زياته کړه: "مسايلو ته پام کول يو څه ښه شوى، خو مطلوب نه دى، زموږ رسنۍ لا هم له مسلکيتوب او معياري توب سره واټن لري او دا ټول په سترګو وينو چې د ارزښتونو قوانين او اخلاقي کوډونه په ښه توګه نه عملي کېږي، ډېرى رسنيز اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کېږي."

د خپرونو مسوول څرګنده کړه، د امنيت نه شتون هم د رسنيو پر وړاندې له عمده ننګونو بلل کېږي، خو د هغه په وينا، لا هم په رسنيو کې قومي او ګوندي ګټو ته د لومړيتوب ورکولو لېوالتيا شتون لري.

سانچارکي وويل، يو شمېر کسان له خپلو رسنيو په ګټې اخيستو سره سليقوي چلند کوي او ان چې قومي او ګوندي چلند کوي.

نوموړي له دا ډول وضعيت څخه د وتلو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کړنلارو پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: "له رسنيو سره په ګډو ناستو کې غواړو دا ډول ننګونو ته د پاى ټکى کېږدو."

پر دې سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ياد چارواکي څرګنده کړه، چې حکومت له رسنيو څخه د ملاتړ په برخه کې ژمن دى، چې اوس يې د جواز ترلاسه کولو لړۍ په برخه کې له ٦١ پړاوونو د تېرېدو پر ځاى له پنځو پړاوونو تېرېدو کړنلاره رامنځته کړې، څو له دې لارې د رسنيو غوره فعاليت ته زمينه برابره شي.

د هېواد د مطبوعاتو په ډګر کې مخکښ عبدالحميد مبارز هم د رسنيو له شته پرمختګ ستاينه وکړه، خو ويې ويل چې لا هم يو شمېر رسنۍ غيرحرفه يي او يو اړخيز فعاليت کوي.

نوموړي ځينې رسنۍ د ملي ګټو پر خلاف عمل کولو تورنې کړې او ويې ويل: "يو شمېر رسنۍ، قومي، ګوندي او سياسي شوې او د څو ټاکل شوو او مشخصو کسانو لپاره کار کوي، بايد د رسنيو د قانوني کولو لپاره هلې ځلې وشي."

خو د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې يوه مسوول صديق الله توحيدي وويل، په هېواد کې رسنيو ډېر پرمختګ کړى او پر غيرمسلکي توب او اړخ نيولو د ټولو رسنيو تورنول مناسب کار نه دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.