ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يوه ښځه وژل شوې

په جوزجان کې يوه ښځه وژل شوې

author avatar
15 Aug 2017 - 12:13
په جوزجان کې يوه ښځه وژل شوې
author avatar
15 Aug 2017 - 12:13

شبرغان (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په شبرغان ښار کې يوه کس خپله ٢٥خور وژلې او د پېښې له ځايه تښتېدلى دى.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې دا ځوانه ښځه د قوش تپې ولسوالۍ اوسېدونکې او خپل ورور وژلې ده.

هغه زياته کړه: ((دا ښځه لس کاله وړاندې په قوش تپه کې د خپل پلار له کوره تښتېدلې او په شبرغان ښار کې يې له يوه کس سره واده کړى و چې د کورنۍ خوښه يې په کې نه وه.))

هغه وويل چې تېره شپه يې ورور کور ته ورغلى او دا چې په کور کې يې له خور او کوچنيو خوريونو پرته بل څوک نه وو، خور يې وژلې او له سيمې تښتېدلى دى، دا ښځه د خپل څادر په وسيله زندۍ شوې او څلور کوچني ماشومان يې پاتې دي.))

د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو لپاره د بشري حقونو کمېسيون مشرې مغفرت صميمي وويل چې يو شمېر کورنۍ پ خپل کورني چاپېرال کې محدوديتونه پيدا کوي چې دا چاره له کوره د نجونو د تېښتې سبب ګرځي.

صميمي له امنيتي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د دې ډول قضيو د عاملينو مجازات په دقت تر سره کړي او د هېواد له نافذو قوانينو سره سم يې مجازات کړي.

د روان کال له پيله تر اوسه پورې په جوزجان ولايت کې ٩ مېرمنې وژل شوې او يوې ځان وژنه کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.