ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې دې بدلون راشي”

“د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې دې بدلون راشي”

author avatar
16 Aug 2017 - 16:59
“د کرکټ بورډ په رهبرۍ کې دې بدلون راشي”
author avatar
16 Aug 2017 - 16:59

کابل (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦): د افغانستان کرکټ بورډ لسګونو کارکوونکو د ادارې مشرتابه پر غير مسلکي چلند تورن کړ او له حکومته يې د رهبرۍ د بدلون غوښته وکړه.

د کرکټ بورډ د رسنيو مسوول او وياند عزيز غروال، د لوبې د پرمختيايي چارو مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي او د کورني کرکټ مسوول داوود بابر د زمري په ٢٥مه د نورو په استازيتوب خبريالانو سره خبرې وکړې.

غروال وويل، کله چې موږ کاري تړون لاسليک کاوو، نو دا ژمنه مو وکړه چې د کرکټ لوبې د پرمختګ لپاره کار کوو او د دې لوبې ساتنه او پالنه به يې لومړى شرط وي.

هغه زياته کړه، کله چې عاطف مشعل د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه وګومارل شو؛ نو د اصلاحاتو او له مسلکي کدرونو څخه د کار اخيستلو ژمنې وکړې.

د نوموړي په وينا، خو د وخت په تېرېدو سره مشعل مسلکي کسان له دندو لرې کول او پر ځاى يې  د اداري او منابع بشري قوانينو پر ضد خپل کسان پر دندو ګومارل.

غروال وايي، له بده مرغه  د کرکټ په اداره کې داسې منفکۍ، ګومارنې او بدلونونه وشول چې د کرکټ ادارې او لوبې ته يې زيان رساوو.

د نوموړي په وينا، په همدې غبرګون د دې ادارې تر ٢٥ زيات برحاله مامورين او يو شمېر منفک شوو کسانو له دې ادارې سره پرېکون اعلان کړ.

هغه وايي: ((د هېچا دنده خوندي نه وه، هره ورځ به يو شمېر کسان منفک کېدل او ځينې نور به نورو څانګو ته چې هلته به يې کاري تجربه نه درلوده، لېـږل کېدل.))

دى وايي، د دوى د کاري پرېکون د کرکټ ژغورنه ده، هېڅ ډول سياسي اهداف نه لري.

نوموړي له ولسمشر، اجرائيه رييس، د کرکټ بورډ له غړو او له ملي شورا وغوښتل چې د دې ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.

د کرکټ بورډ بل کارکوونکي مشرف شېرزاد وويل چې د ادارې مشر شکرالله عاطف مشعل داسې کسان له دندو لرې کړل چې د ماسټرۍ تر کچې پورې يې لوړې زده کړې او داسې کسان يې راوستي چې تر دوولسم پورې يې زده کړې دي.

هغه د مشعل له خوا پر کارکوونکو د فساد تورونه رد کړل او هغه يې وننګاوه چې که اسناد لري نو دوى رسنيو او محاکمو ته ورکړي او دوى دې څارنوالۍ ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.