ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال د اروزګان ملکي روغتون ته ٤٥٢ مړي او ټپيان ور وړل شوي

روان کال د اروزګان ملکي روغتون ته ٤٥٢ مړي او ټپيان ور وړل شوي

author avatar
16 Aug 2017 - 16:47
روان کال د اروزګان ملکي روغتون ته ٤٥٢ مړي او ټپيان ور وړل شوي
author avatar
16 Aug 2017 - 16:47

ترينکوټ (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٦) : د اروزګان ولايت د ملکي روغتون رييس وايي چې دوى ته د تېر يو کال په اوږدو کې له جګړو ٤٥٢ مړي او ټپيان ور وړل شوي دي.

د ملکي روغتون رييس ډاکتر امين الله توخي د زمري په ٢٥مه په ترينکوټ ښار کې د يوې خبري ناستې  پر مهال وويل چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېر یو کال راهیسې جګړې زور اخیستى، چې له امله يې هره ورځ په روغتون کې بېړنى حالت اعلانېږي.

هغه وايي چې د وروستیو جګړو له امله د قرباني شوو کسانو شمېر د نورو کلونو په پرتله خورا زیات دى او هره ورځ ګڼ ملکي او نظامي کسان روغتون ته ور وړل کېږي چې په جګړو کې ورته مرګ ژوبله اوښتې وي.

ډاکتر توخی وایی، دغه روغتون ته د یو کال په موده کې ۴۵۲ ملکي او نظامي مړي او ټپیان ور وړل شوي چې  ډېرى يې ملکيان وو.

د ولايتي روغتون مشر وويل چې په يادو کسانو کې يې ۲۳۵ ملکیان او ۲۱۷ نور بیا نظامي ځواکونه دې چې په جګړو کې وژل شوي او ټپيان وو.

هغه زياتوي چې په دې پېښو کې ٢٣ نظاميان وژل شوي او ١٩٤ ټپيان وو او په ملکيانو کې ١٨ مړي او ٢١٧ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د ډاکتر توخي په وينا، په ملکيانو کې يې تر ٤٠ کسانو پورې  په هوايي بريدونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د ولایتي روغتون مشر وایي، د ملکي کسانو شمېر ځکه زیات دى چې د جګړې دواړه خواوې له دوی څخه د سپر په توګه کار اخلي او تر څنګ یې په سیمه کې خښ کړل شوي ماینونه هم د دې لامل شوي چې ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوړي.

مسوولین وایي، په یاده موده کې ۲۴۶ نور د ترافیکي پېښو، ۱۵ د جنایي پېښو او دوه د کورني تاوتریخوالي له امله ټپیان او مړي ور وړل شوي دي.

د روغتون مشر زياتوي، د ولایتي روغتون ټول پرسونل هڅه کړې، ترڅو پر وخت خپلې ورسپارل شوې چارې مخکې یوسي، خو په وینا یې چې له یو کال راهیسې د دغه ولایت ناامني د دې لامل شوې چې زیات شمېر روغتیایي کارکوونکي دغه روغتون پرېږدي او امن سیمو ته ولاړ شي.

توخي وایي، ولایتي روغتون دا مهال په بېلابېلو برخو کې روغتیایي کارکوونکو ته سخته اړتیا لري، خو په وینا یې، هېڅوک زړه نه ښه کوي چې دغه ولایت ته راشي او په روغتون کې دنده ترسره کړي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.