ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مموزی: په لغمان کې دې پراخ چاڼيز عمليات وشي

مموزی: په لغمان کې دې پراخ چاڼيز عمليات وشي

author avatar
16 Aug 2017 - 11:43
مموزی: په لغمان کې دې پراخ چاڼيز عمليات وشي
author avatar
16 Aug 2017 - 11:43

جلال اباد (پژواک، ۲٥ زمری ۹۶): د لغمان د ولایتي شورا رییس په دغه ولایت کې د نا امنیو لاملونه غربت او بې روزګاري یادوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د ډاډمن امنیت لپاره پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي.

ولسي خلک بیا کلیوالي سیمو کې د وسله والو ډلو پراخ حضور د اندېښنې وړ بولي او شکایت کوي چې له کبله یې د خلکو ژوند تریخ شوی دی.

خو د لغمان ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نوو پوستو او امنيتي بيزونو جوړولو امنيت تر پخوا ښه شوى دی.

د ولایتي شورا رييس رفېع الله مموزي له پژواک اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل چې په لغمان کې  د جګړې انګېزه غیر سیاسي ده او په دغه ولایت کې  د دولت مخالفې وسله والې ډلې د بې روزګاره او غریبو خلکو له لوري تقویه شوې دي.

نوموړی وايي، خلک هم ورته د خپلو سیمو امنیت ساتلو برخه کې د همکارۍ ژمنې ورکړې؛ خو مسوولین دې د جګړې د عواملو د مخنیوي  لارو چارو په تړاو اقدامات وکړي.

مموزي زياته کړه: ((تر څو پورې چې دلته بې کاري ختمه نه شي نا امنۍ به همداسې روانې وي، اکثره خلک چې موږ یې پوښتنه کوو د غربت او بې کارۍ له کبله له مخالفینو سره یو ځای شوي دي، سیاسي انګېزه نشته ده، چې خلک دې د سیاسي انګېزې له وجې له مخالفینو سره یو ځای شوي وي.))

د ولايتي شورا رييس که څه هم تر پخوا امنیت ښه شوی بولي خو وايي چې د بشپړ امنیت تینګښت او د وسله والو ځپلو لپاره دې حکومت د مرکز اړوند او لرو پرتو سیمو تصفیې لپاره پراخ چانيز عملیات ترسره کړي.

دی وايي چې د دولت مخالف وسله وال په يو شمېر سيمو کې غلچکي بريدونه کوي چې له کبله یې ولسي خلک هم اندېښمن دي.

هغه وړاندې وويل: ((تېره اونۍ موږ له ولسمشر سره هم په دې اړه په لغمان کې د غټو او پراخو عملیاتو غوښتنه وکړه، په دې پنځلسو شپاړسو کلونو کې حکومت لغمان کې غټ عملیات نه دي کړي.))

د مموزمي په وينا، چاڼيز عمليات دې د ولايت له مرکزه پيل او تر ولسواليو پورې دې وغځول شي او له مرکز سره دې ورسره همکاري او همغږي وي.

خلک  بیا د ولسوالیو اړوند په لرو پرتو سیمو کې د دولت مخالفو وسله والو پراخ حضور او پر وړاندې یې د حکومت چوپتيا اندېښمن کړي دي.

د مهترلام ښار يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې له مهترلام  او د ولسوالیو له مرکزي سیمو پرته تر ډېره د دولت وسله وال مخالفین حاکمیت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.