جلال اباد (پژواک، ۲٥ زمری ۹۶): د لغمان د ولایتي شورا رییس په دغه ولایت کې د نا امنیو لاملونه غربت او بې روزګاري یادوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د ډاډمن امنیت لپاره پراخ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
ولسي خلک بیا کلیوالي سیمو کې د وسله والو ډلو پراخ حضور د اندېښنې وړ بولي او شکایت کوي چې له کبله یې د خلکو ژوند تریخ شوی دی.
خو د لغمان ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د نوو پوستو او امنيتي بيزونو جوړولو امنيت تر پخوا ښه شوى دی.
د ولایتي شورا رييس رفېع الله مموزي له پژواک اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل چې په لغمان کې د جګړې انګېزه غیر سیاسي ده او په دغه ولایت کې د دولت مخالفې وسله والې ډلې د بې روزګاره او غریبو خلکو له لوري تقویه شوې دي.
نوموړی وايي، خلک هم ورته د خپلو سیمو امنیت ساتلو برخه کې د همکارۍ ژمنې ورکړې؛ خو مسوولین دې د جګړې د عواملو د مخنیوي لارو چارو په تړاو اقدامات وکړي.
مموزي زياته کړه: ((تر څو پورې چې دلته بې کاري ختمه نه شي نا امنۍ به همداسې روانې وي، اکثره خلک چې موږ یې پوښتنه کوو د غربت او بې کارۍ له کبله له مخالفینو سره یو ځای شوي دي، سیاسي انګېزه نشته ده، چې خلک دې د سیاسي انګېزې له وجې له مخالفینو سره یو ځای شوي وي.))
د ولايتي شورا رييس که څه هم تر پخوا امنیت ښه شوی بولي خو وايي چې د بشپړ امنیت تینګښت او د وسله والو ځپلو لپاره دې حکومت د مرکز اړوند او لرو پرتو سیمو تصفیې لپاره پراخ چانيز عملیات ترسره کړي.
دی وايي چې د دولت مخالف وسله وال په يو شمېر سيمو کې غلچکي بريدونه کوي چې له کبله یې ولسي خلک هم اندېښمن دي.
هغه وړاندې وويل: ((تېره اونۍ موږ له ولسمشر سره هم په دې اړه په لغمان کې د غټو او پراخو عملیاتو غوښتنه وکړه، په دې پنځلسو شپاړسو کلونو کې حکومت لغمان کې غټ عملیات نه دي کړي.))
د مموزمي په وينا، چاڼيز عمليات دې د ولايت له مرکزه پيل او تر ولسواليو پورې دې وغځول شي او له مرکز سره دې ورسره همکاري او همغږي وي.
خلک بیا د ولسوالیو اړوند په لرو پرتو سیمو کې د دولت مخالفو وسله والو پراخ حضور او پر وړاندې یې د حکومت چوپتيا اندېښمن کړي دي.
د مهترلام ښار يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې له مهترلام او د ولسوالیو له مرکزي سیمو پرته تر ډېره د دولت وسله وال مخالفین حاکمیت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن