ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: په کابل کې د پاکستان د استخباراتي ادارې يو غړى نيول شوى

ملي امنيت: په کابل کې د پاکستان د استخباراتي ادارې يو غړى نيول شوى

author avatar
17 Aug 2017 - 19:22
ملي امنيت: په کابل کې د پاکستان د استخباراتي ادارې يو غړى نيول شوى
author avatar
17 Aug 2017 - 19:22

کابل(پژواک،٢٦زمرى٩٦): د ملي امنيت عمومي رياست په کابل ښار کې د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI) د يوه غړي د نيول کېدو خبر ورکړى او وايي چې دغه تن له څلورو کلونو را هيسې يوشمېر کسانو ته د جاسوسي روزنې  او د افغانستان دولتي ادارو ته د هغوى د استولو مسوول پاتې شوى دى.

د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د پاکستان  دغه استخباراتي کار کوونکى درې اوونۍ مخکې د کابل په نوي ښار سيمه کې د ملي امنيت د منسوبينو  په يوه ځانګړي اقدام کې نيول شوى دى.

سرچينه زياتوي،نيول شوى کس الله نور نوميږي، په امان الله مشور دى او د بلوچستان د چمن اصلي اوسېدونکى دى چې له ٢٠١٣ کال راهيسې يې په افغانستان کې يوشمېر کسانو ته د جاسوسۍ روزنې په برخه کې فعاليت کاوه.

سرچينې زياته کړې چې د پاکستان د استخباراتو دغه غړي ته په پاکستان کې د بزګرۍ، موچي ګرۍ، سوال ګرۍ، د ځاى ټاکلو، وسلې ويشتلو او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې او وروسته يې يوشمېر کسانو ته د جاسوسي او په افغانستان کې دولتي ادارو ته د هغوى د استولو روزنه پيل کړې ده.

 د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د (اى ايس اى) دغه غړي په افغانستان کې د پاکستان داستخباراتي ادارې د ٩٣٤او ٢١رياست امرونه عملي کول.

 په هغه ويډيو يي کليپ کې چې د ملي امنيت د عمومي رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوى دى،ښيي چې د(ISI)دغه نيول شوى غړي وايي چې د طالبانو له يوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره يې ليدلي او د طالب چارواکو او د (اى ايس اى) د غړيو ترمنځ يې د ناستو زمينه هم برابره کړې ده.

 د ملي امنيت رياست وايي چې الله نور په خپلو خبرو کې ويلي:" (ای ايس اى) تل وسله وال طالبان تجهيز اوتمويل کړي دي او د (ISI) د استازي په شتون کې له طالبانو سره د عربي هېوادونو مرستې هم کېږي؛ خو له طالبانو سره د روسيې او ايران مرستې د (ISI . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.