ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ۴۵ داعش وسله وال ووژل شول

ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ۴۵ داعش وسله وال ووژل شول

author avatar
17 Aug 2017 - 12:10
ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ۴۵ داعش وسله وال ووژل شول
author avatar
17 Aug 2017 - 12:10

جلال اباد(پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال ۴۵ داعش وسله وال وژل شوي چې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقوال د زمري په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ اړوند په مکراڼه سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.

دی وايي، د بريدونو پرمهال ٤٥ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې بهرني وسله وال هم شامل دي او د بريدونو پرمهال  د دغې ډلې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ډاډ ورکړ چې د دغو بريدونو پرمهال ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.