ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن ښې نمانځنې ته په چټکۍ چمتووالی نیول کېږي

ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن ښې نمانځنې ته په چټکۍ چمتووالی نیول کېږي

author avatar
17 Aug 2017 - 16:49
ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن ښې نمانځنې ته په چټکۍ چمتووالی نیول کېږي
author avatar
17 Aug 2017 - 16:49

جلال اباد (پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې د پرتمینې نمانځنې په موخه د امنيتي تدابيرو تر څنګ د جلال اباد ښار د ښکلا او په ښار کې د درې رنګه بيرغونو د لګولو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

ښاريان هم په دغه چمتووالي کې پوره ونډه اخلي، په خپلو کورونو، دوکانونو او موټرو يې د افغانستان درې رنګه بيرغونه لګولي دي.

له ماښام وروسته د شپې تر ١٢ بجو ځوانان په ښار کې خوشاليانې او اتڼونه کوي او خپلواکۍ ته چمتووالی نيسي او خوښ دي چې د خپلواکۍ د جشن لپاره په جلال اباد ښار کې ډېر تغييرات رامنځته شوي دي.

د ننګرهار يو قومي مشر محمد حنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې دغه ځل د خپلواکۍ نمانځلو لپاره د دولت تر څنګ عامو خلکو هم پوره چمتووالی نيولی دی.

دی وايي، د ښار په واټونو کې که ولايتي ادارې بيرغونه او ګروپونه ځړولي او شپه او ورځ ښار ته ښکلا وربښي؛ نو تر څنګ يې عامو خلکو هم د خپلو کورونو او دوکانونو مخې ښکلې کړې دي.

دغه راز د بيرغونو پلورولو هم ډېرو ته د کار زمينه برابره کړې ده چې لاسي، پر بیرغ رنګه یخ، خولۍ او واسکټونه پلوري.

عمر محمد ۱۳ کلن دی او په جلال اباد ښار کې بيرغونه او له بيرغ نه جوړ نور څيزونه پلوري. دی وايي خلک په ډېره مينه او په هر قيمت ترې دغه څيزونه اخلي.

مدني فعالان هم د خپلواکۍ نمانځنې لپاره پوره چمتووالی نيسي، دوی هم له ولايتي ادارې سره اوږه په اوږه د ښار په بېلابېلو ساحو کې بيرغونه ځړوي.

مدني فعال حيات الله حميدي هيله من دی چې دغه ځل به د هېواد د خپلواکۍ جشن په ننګرهار کې په پوره جوش سره ونمانځل شي او هم به يې امنيتي تدابير ښه نيول شوي وي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي چې ټولو اداراتو ته يې لارښوونه کړې چې د خپلواکۍ د جشن د ښه نمانځنې په موخه خپل چمتووالی ونيسي.

دی وايي، هره اداره مکلفه ده چې خپل شاوخوا کې بيرغونه وځړوي او هم نورو خلکو ته د خپلواکۍ د ورځې پيغامونه ورسوي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال حکيم الدين عمرخېل له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د ښار د ښکلا لپاره يې مياشت وړاندې چارې پيل کړې وې چې هم يې د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان خان مزار ښکلی کړی او هم يې د ښار د مهمو واټونو تر څنګ د ښار ټولې برخې ښکلي کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.