پلخمري (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نهرين ولسوالۍ کې يوه شخص خپله اميدواره مېرمن وژلې ده.
د نهرين ولسوال فض الدين مرادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه کس د دې ولسوالۍ په تلي کلي کې خپله مېرمن چې دوه غبرګولي ماشومان يې په ګېډه کې وو، په بې رحمۍ سره وژلې ده.
د نوموړي په خبره، دا پېښه اته ورځې مخکې رامنځته شوې، خو د مېرمنې مړى پرون ماښام د پوليسو له لوري د ياد کلي د اوسېدونکو په همکارۍ ترلاسه شوى دى.
هغه زياته کړه چې دې مېرمنې نږدې لس ورځې وړاندې د کورني تاوتريخوالي په سبب ولسوالۍ ته مراجعه کړې وه او دا مېرمن له خپل خاوند سره د نهرين ولسوالۍ ته سپارل شوې وه، خو څارنوالانو له کوم ضمانت اخيستو پرته هغه خپل خاوند ته تسليم کړه چې بالاخره دا حامله مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل کېږي او خپله تښتي.
د بغلان د استيناف څارنوالۍ مشر محمد عارف مبشر وايي چې د وژل شوې مېرمنې خاوند د مېرمنې له وژلو مخکې د څارنوالۍ له لوري پوليسو ته سپارل شوى و، خو هغوى خوشى کړى دى.
د نهرين ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد حسين وايي چې دوى له قانون سره سم تورن کس د څېړنو لپاره نهرين ولسوالۍ ته استولى، خو هغوى خوشي کړى دى.
د بغلان پوهنتون محصله ساره احمدي د يادې مېرمنې د وژنې په اړه وايي: ((يوه اميدواره مېرمن د خپل خاوند له لوري وژل شوې، په حقيقت کې د دې وژنې لامل حکومت دى؛ ځکه چې که چېرې يې له قانون او ځانګړو شرايطو سره دا مېرمن خپل خاوند ته سپارلې واى، هېڅکله به دغه کار نه کېده، دا څوم ځل دى چې ښځې له کوم قيد او شرط پرته خپلې کورنۍ ته سپارل کېږي او وروسته وژل کېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن