ښرنه (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه کې درې پوليس او څلوېښت طالبان وژل شوي دي.
د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر ګومل ولسوالۍ ډله ييز بريدونه وکړل.
د نوموړي په خبره، په دې جګړه کې د طالبانو د ځينو ډلمشرانو په ګډون ٤٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
ده وويل چې په دې جګړه کې درې پوليس هم وژل شوي او د ګومل ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور نور پوليس بيا ټپيان شوي دي.
په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي عبدالقدير خروټي هم پژواک ته وويل چې له تېرو ١٨ ورځو راهيسې په ګومل کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ پرله پسې جګړې روانې وې.
ده هم وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې ګڼو وسله والو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خروټي وويل چې په دې ولسوالۍ کې د وروستيو جګړو له امله يو شمېر کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.
وسله وال طالبان هم د ګومل جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې ګومل ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړې او د ولسوالۍ له ودانۍ سره نږدې پوسته يې هم نيولې ده.
هغه وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې څلور پوليس وژل شوي او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ګومل د پکتيکا له لرو پرتو او نا امنو ولسواليو له ډلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن