اسعداباد (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٦): په کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنيوي په موخه څه باندې ١٤٠زره دوزه واکسين څارويو ته تطبيقېږي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي د زمري په ٢٦مه يوې خبرې غونډې ته وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د بروسلوز ناروغي د مخنيوي په موخه د واکسين تطبيق پيل شي.
هغه وايي: ((څه باندې ١٤١زره دوزه واکسين موږ په دې دور کې تطبيقوو چې ټول لګښت يې ٤،٦ ميليونه افغانۍ کېږي.))
بروسلوز د څارويو يو ډول خطرناکه ناروغي ده چې انسانو ته هم سرايت کوي او هر کال په کونړ کې نږدې ٣٠ سلنه څاروي له منځه وړي.
ساپي زياته کړه: ((د دغه واکسين په تطبيق سره به د څارويو د مړينې کچه لس سلنې ته راټيټه شي.))
د ساپي د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د دغه واکسين د تطبيق په موخه ګرځنده کلينيکونه هم فعاليت پيل کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د کونړ د ولايتي شورا رييس محمد ساپي وويل چې د دغه واکسين په تطبيق سره به د څارويو د مړينې کچه کمه شي او هم به له څارويو څخه انسان ته د دغې ناروغۍ د انتقال اندېښې له منځه ولاړې شي.
هغه زياته کړه: ((کونړ يو غرنى ولايت دى، ډېر خلک يې په مالدارۍ بوخت دي، نو وزارت بايد د کونړ خلکو مالدارۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))
په ختيځ کې د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د بروسلوز ضد واکسين په تطبيق کې له روغتيايي کارکوونکو سره پوره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن