لښکرګاه (پژواک، ۲۶ زمری ۹۶): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله درې ملکي وګړي او درې بريدګر وژل شوي او درې امنيتي سرتېري ټپيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه وايي: ((وسله والو طالبانو غوښتل چې د درېيمې لوا په شپږم کنډک د هاموې ټانګ په وسيله ځانمرګى وکړي خو د ملي اردو ځواکونو دغه ټانګ په ار پي جي راکټ ويشتلى او بيرون يې چاودنه کړې ده.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دوه تنه نورو بريدګرو غوښتل چې تر ځانمرګي بريد وروسته کنډک ته ننوځي چې د ملي اردو ځواکونو له لوري پر ډزو وژل شوي دي.
د ځواک په وينا، د دې چاودنې له امله د ملکي وګړو يو موټر هم زيانمن شوى چې درې ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې درې بريدګر او درې ملکي وګړي وژل شوي او درې امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.))
دغه راز د ګرشک ولسوال محمد سليم رودي هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي او درې بريد کوونکي وژل شوي دي.
هغه وايي: ((طالبانو له دغه بريد وروسته غټ پلان درلود خو امنيتي ځواکونه پرې خبر وو او د طالبانو پلان يې شنډ کړ.))
وسله والو طالبانو د دغه بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د هلمند باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشېر، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن