ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي په ننګرهار کې د خپلو ځوانانو د همغږۍ غونډه وکړه

author avatar
18 Aug 2017 - 16:44
author avatar
18 Aug 2017 - 16:44

جلال اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د حزب اسلامي ګوند په ختيځ زون کې د خپلو ځوانو غړو د همغږۍ لړۍ پيل کړه او مسوولین يې وايي چې دا لړۍ به د هېواد تر ګوټ ګوټ وغځوي.

دوی د زمري په ۲۷مه په جلال اباد ښار کې د سلګونه ځوانانو په موجوديت کې د همغږۍ ستره غونډه وکړه.

د حزب اسلامي د ځوانانو شورا مشر انجینر سبحان الله فهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې غونډې یې موخه ځوانانو ته وخت ورکول او د ختيځو ولایتونو د حزب اسلامي د ځوانانو تر منځ همغږي رامنځته کول دي.

نوموړي زياته ګړه چې حزب اسلامي خپلو ځوانو غړو ته د زده کړو، پرمختګ او د هېواد په راتلونکو چارو کې د ونډې اخيستو زمینه برابروي، څو د هېواد چارې په راتلونکي کې پوهو او وړ اشخاصو ته وسپارل شي.

دی وايي، حزب اسلامي به په ټول هېواد کې خپل ځوان غړي منسجم او منظم کړي او هم به ورته د تعلیم لپاره زمينه برابره کړي.

هغه وويل، حزب اسلامي د خپلو ځوانانو د روزنې لپاره د مرکز او ننګرهار له بېلابېلو پوهنتونونو سره د وړيا او نيمه وړيا زده کړو سکالرشيپونه برابر کړي او هغو ځوانانو ته چې مشران يې د جهاد په لار کې قرباني شوي او اوس له غربته له زده کړو پاتې دي، د زده کړو زمينه برابره کړي.

د حزب اسلامي د اجرايه شورا غړی محمد زمان مزمل که څه هم په ښکاره څه ونه ويل، خو ظاهراً يې د بلخ والي عطامحمد نور وروستۍ کړنې ته په اشارې د حزب ځوانانو ته وویل چې بل مثلا عمل کول، له له ناوړه عمل کوونکي سره ستا فرق له منځه وړي.

ده پر ځوانانو د تعليم، يووالي، ارزښتونو ته د درناوي او خپل راتلونکي ته د پاملرنې غږ وکړ.

په همدې حال کې د غونډې ځوانو ګډونوالو او د حزب غړو د خپل ګوند د دغه ګام ستاينه وکړه.

د یادونې ده، تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم ویلي وو چې د حزب بېلابېل دفترونه به وتړي او تر یو چتر لاندې راټولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.