ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیمه ییز ارګانونه: سیمه ییز مسوولین دې د خپلواکۍ ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځي

author avatar
18 Aug 2017 - 15:52
author avatar
18 Aug 2017 - 15:52

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ټولو والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې چې د هېواد د خپلواکۍ ۹۸یمه کالیزه دې په شاندارو مراسمو ونمانځي.

د یادې ادارې له خوا پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رهبرۍ د خپلواکۍ د ورځې د مبارکۍ ویلو تر څنګ ټولو والیانو، ښاروالانو او ولسوالانو ته سپارښتنه کړې څو دغه تاریخي او لوی جشن په شاندارو مراسمو ونمانځي.

سرچینې ویلي چې سیمه ییز مسوولین دې په دې برخه کې د محلاتو په کچه د خلکو له خودجوشه اقداماتو هرکلی او ملاتړ وکړي او په دې ورځ دې د مخکې په پرتله امنیتي او دفاعي ځواکونه ډېر وستایل شي او ملاتړ دې وشي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه جشن نمانځلو بودیجه دې د نورو کلونو په څېر د هر ولایت له مالي برخې ورکړل شي. 

سیمه ییزو ارګانونو د محلونو او همدارنګه مدني بنسټونو او رسنیو په کچه له ټولو خلکو غوښتي څو په دغه جشن کې د ګډون تر څنګ د ترهګرو پر ضد لویه حماسه رامنځته کړي، د هېواد د خپلواکۍ، حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ دې څرګند کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي: "د زمري ۲۸مه زموږ د پلرونو او نیکونو د سرښندنو او مېړانې د نمانځنې ورځ ده، چې د افغانستان په تاریخ کې د یوې مهمې د درج لپاره یې هڅې کړې دي."

د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه چې د ۱۹۱۹ د اګسټ له ۱۹ مې سره سمون خوري، د وخت پاچا غازي امان الله خان د برېتانیا له امراطورۍ خپله خپلواکي اعلان کړه او وروسته له هغه دغه ورځ د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په نوم په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.