ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي ارزوي

ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي ارزوي

author avatar
18 Aug 2017 - 11:58
ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي ارزوي
author avatar
18 Aug 2017 - 11:58

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۹۶): د امریکا ولسمشر او د هغه د ملي امنیت ټېم نن د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتيژي تر بحث او ارزونې لاندې نیسي.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، ټاکل شوې ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس، د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکارانو سره د ډیویډ کمپ په سیمه کې وګوري او خبرې اترې وکړي.

رویټرز خبري اژانس ويلي چې په دې کتنه کې د امریکا ولسمشر د افغانستان په ګډون د سوېلي اسیا په اړه د امریکا نوي ستراتیژي د دغه هېواد د ملي امنیت له ټېم سره تر بحث او اروزنې لاندې نیسي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس څلور ورځې مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ بیا کتنه به ډېر ژر بشپړه شي.

د هغه په خبره چې په ستراتیژۍ کې ټول انتخابونه د هغو له ډلې د ټولو سرتېرو ایستل او په افغانستان کې د جګړې لپاره له خصوصي امنیتي شرکتونو استفاده مطرح دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي، د امریکا ولسمشر نور لېوالتیا نه لري چې د ۱۶ کلونو مخکې ستراتیژي په افغانستان کې دوام پیدا کړي.

له دې مخکې امریکايي سرچینو افغانستان ته د ډېرو امریکايي سرتېرو د لېږلو له احتماله خبر ورکړی و خو د راپورونو له مخې چې د امریکا د ولسمشر امنيتي ډله په دې برخه کې په یو نظر نه دي.

دمګړۍ په افغانستان کې اته زره امریکايي سرتېري مېشت دي چې ډېری یې د افغان ځواکونو پر روزنه او په جګړه کې د هغوی پر ملاتړ بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.