ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” افغان وژنه دې نوره بنده شي “

” افغان وژنه دې نوره بنده شي “

author avatar
19 Aug 2017 - 15:52
” افغان وژنه دې نوره بنده شي “
author avatar
19 Aug 2017 - 15:52

کابل(پژواک،٢٨زمرى٩٦): د ملا رسول په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې د هيواد د خپلواکۍ د ٩٨ يمې کليزې مبارکې و ويله او ټينګار يې وکړ چې نور بايد افغان وژنه بنده شي.

دغه څرګندنې په هغه اعلاميه کې شوي چې د زمري ٢٨مه د ملا رسول ډلې له لوري پژواک خبري اژانس ته را ليږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د زمري ٢٨مه د افغانستان لپاره د خوشحالۍ او وياړونو ډکه ورځ ده ځکه په دغه ورځ افغانانو د نړۍ سترځواک ته ماتې ورکړه او خپله ازادي يې ترلاسه کړه.

په اعلاميه کې پر بهرنيو ځواکونو غږ شوى چې خپل سرتيري بايد له افغانستان نه نور وباسي او د افغان وژنې لړۍ بايد نوره ودرول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د بهرنيو سرتيرو ډيروالى نشي کولاى ستونزه هواره کړي.

سرچينې ټينګار کړى چې افغانان بايد پريښودل شي ترڅو خپل ستونزه په خپله هواره کړي.

د يادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو يوه ډله د ملا محمد رسول او بله يې ډله يي د ملا هبت الله تر رهبرۍ لاندې فعاليت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ډيرى وخت د دې دواړو ډلو ترمنځ وسله والې نښتې هم کيږي او يو بل ته مرګ ژوبله اړوي.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي بيرته ترلاسه کړه.

 پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ دغه ورځ هم په لنډ ډول نمانځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.